زینک د شکر ناروغۍ په درملنه کې مثبته اغېز کوي

 زینک د شکر ناروغۍ په درملنه کې مثبته اغېز کوي

د سنتاندروز پوهنتون څېړونکو د خپلو څېړنو په پایله کې په ډاګه کړې ده، چې زینک کولای شي د شکر ناروغۍ لپاره مثبت ثابت شي. دوی هغو کسانو ته چې په دې ناروغۍ اخته دي د زینک کارولو سپارښتنه کړې.

میډیکل اکسپرس ورځپاڼه لیکي: دا لیکنه د انګلیس BHF د زړه مالي بنسټ په مالي مرسته تر سره شوې وه، او د دوی اصلي موخه دا وه تر څو د وینې د ټوټه کېدو علتونه په ډاګه کړي، او غوښتل یې چې معلومه کړي، ولې دا ناروغي د شکر په ناروغانو کې زیاته ده؟

شکر ناروغي د زړه او د ویني د دوران لپاره د خطر یو لوی فکټور دی، چې تقریباً په اسکاټلنډ غوندي هېوادونو کې تر ۳۰۰زره هم ډېر کسان چې لوړ عمر لري په شکر ناروغي اخته دي. همدارنګه وړاندوینه شوې، چې د شکر ۲ ناروغي په زرګونه نور ډولونه هم لري چې تر دې مهال ندي په ډاګه شوي.

د ویني ټوټه کېدو ناروغۍ د ضربې په وسیله د ویني رګونو ته داخلېږي، چې شکر لرونکي ناروغان تر نور درې چنده زیات په دغه ناروغۍ اخته کېږي، چې د زړه حملې، مغزي سکتې او عصبي ناروغیو لامل کېږي.

د دې څېړونکو له ډلې یوه مهم غړي یې ډاکټر الن استورات وویل: زینک یوه اړینه تغذیه ده، چې په بدن کې مهم رول لوبوي، چې یوه مهمه دنده یې د وینې له ټوټه کېدو وروسته له ټپ سره مرسته کول دي. د ویني ټوټه کېدل کېدای شي د رګونو د ټپي کېدو سبب شي او مغزي سکته یا ترمبوز DVT را منځته کړي.

که څه هم دا خبره لا ډېرو څېړنو ته اړتیا لري خو بیا هم څېړونکي په دې باور دي چې عصبې مشکلات کولای شي په ځانګړو خلکو کې رامنځته شي.

ښاغلي ډاکټر استوارت زیاته کړه: زمونږ څېړنو ښودلې ده چې بې له پوهاوي څخه د اسیدو او غوړو له لوړوالي څخه مخنیوی کول به ډېرې خطرناکې ستونزې رامنځته کړي. همدارنګه نوموړي هیله وښوده چې دا څېړنې به د شکر او عصبي ناروغیو له ناروغانو سره زیاته مرسته وکړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *