یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
پښتو لاتین لیکدود، اړتیا که انتخاب؟
موده مخکي مې اکسفورډ څېړنیز ژورنال ته یو څېړنلیک لیکه، د څېړنیزو لیکنو له دود سره سم مې باید د څېړن سیمې په اړه لنډ تاریخي او کلتوري شالید لیکلای وای.
په سیمه کې د چاپیریالي راډیواکټیفیټي تعیین لپاره په لمړی ځل روسي او افغاني انجنیرانو په اتیایمه زیږدیزه لسیزه کې سروې کړې وه، له ډېر لټون وروسته مې د دې سروې په اړه په نړیوالو څېړنیزو کتابتونونو کې هیڅ داسې کره لاسوند پیدا نکړ چي زه یې د اخڅلیک په بڼه وکارووم، یواځيني د کار وړ لاسوندونه چې موجود ول په ملي ژبه لیکل شوي ول. اوس دوهمه ستونزه دا وه چې په ملي ژبه لیکل شوي لاسوندونه به څنګه د اخڅلیکونو په بڼه کاروم ؟ پرته له دې چې یې لمړی له ملي ژبې رومانیک کړم بله چاره نه وه، د رومانیزېشن لپاره یوه نسبتاً منلې سرچینه چې په ډېری علمي څېړنیزو مطالعاتو کې کارول کېږي د آمریکا کانګرس کتابتون لخوا رومانیزیشن ته د اړولو وړاندې شوې کړنلاره ده. دې یوې کرښې اخڅلیک اړولو ښایسته ډېر وخت راڅخه واخیست خو چې کله مې لارښود پروفیسور ته ور وښود نو هغه ویل معیاري نده، کېدای شي څېړنلیک دې د ژورنال لخوا رد شي، یوه بشپړه ورځ مې بله پرې تېره کړه تر څو د ژورنال له اصولو سره سم یواځې یوه کرښه اخڅلیک له ملي ژبې څخه رومانیک ته واړوم.
له دې پېښې دوه ورځې وروسته د ډوکټورا یوه بل څېړونکي ملګري د هسپانیې له یوه پوهنتون څخه اړیکه راسره ونیوه او له ورته ستونزي یې سر ټکاوه. دواړو په دې موضوع ښایسته ډېر بحث وکړ چې نړیوالې اکاډمیکې کورنۍ ته د افغانستان اکاډمیکې کورنۍ غړیو شاملېدل هغه مهال ممکن او آسانه دي چې مونږ له نړۍ سره په اکاډمیکه راکړه ورکړه پوی شو، د دې راکړې ورکړې پوهاوي په وړاندې سترخنډ له نړۍ سره د یوې ګډې اکاډمیکې ژبې او لیکدود نه شتون دی، دا ستونزه یواځې مونږ نه لرو بلکې عربي نړۍ، ایران او ټول هغه هیوادونه چې په غیر رومانیک لیکدود لیکنې کوي له دې ستونزې سر ټکوي.
په اکاډمیکو او څېړنیزو لیکنو کې هغه لیکنې درندې او معتبرې دي چې د لوړاغېز ضریب لرونکو علمي ژورنالونو کې د پيير رویو په بڼه چاپ شوې وي. کله چې تاسو څېړنیزې لیکنې داسې معتبرو ژورنالونو ته د خپرولو لپاره لیږۍ، نو ژورنال دا لیکنې ستاسو په مسلک کې یوه بل متخصص ته د بیا کتنې یا پییر رویو لپاره لېږي چې د یوه لنډ څېړنلیک د بیا کتنې او نظریاتو ادلون بدلون پروسه کولای شي له دوو میاشتو تر یوه او آن دوو کلونو پورې وخت ونیسي، خو کله چې بیا دا پایلې چاپ شي نو اعتبار یې په نړیواله کچه ډېر لوړوي، کله کله کېدای شي سترې کمپنۍ، ادارې او دولتونه ستاسو دا موندنې په ډېره لوړه بیه وپېري. د دغه ډول ژورنالونو کتونکي ډله یا پییر رویورز تر ډېره بریده یواځې په انګریزي ژبه پوهېږي او په رومانیک لیکدود د اصلاح وړاندیز کوي، نو که پداسې معیاري ژورنالونو کې د څېړنلیک د چاپولو هوډ لري باید دا په پام کې ونیسي چې د ژورنال له اصولو سره سم هرڅه په انګریزې ژبه او رومن لیکدود ولیکي.
که تاسو د هغو هیوادونو علمي او څېړنیز ژورنالونه ته چې په رومانیک لیکدود لیکنې نکوي وګورئ او یا یې هم په سکالر ګوګل لټون کې د اغیز ضریب وپلټئ نو نږدې ټولي یې د اغېز ټیټ ضریب لري، ځکه خو د دغو هیوادونو ډېرو مهمو څېړنو پایلې هم تر قیامته یواځې په آرشیف کې پاته او خوسا شي، د کم اعتبار او ټیټ ضریب له وجي یې نه کمپنۍ پېرلو ته زړه ښه کوي او نه یې هم د سایټېشن لپاره څوک کاروي.
په دې ورستیو کې ځینو ځوانانو له عربي لیکدود څخه لاتین لکیدود ته د پښتو اړولو هڅي پیل کړي چې له کلکو مخالفتونو او نسبي موافقتونو سره مخامخ شوي، متاسفانه د مخالفت سرلاري یې تر موافقینو ډېر او متشدد دي او علت یې هم ماته هماغه کره افغاني سایکولوژي ښکاري چې د هرډول بدلون په وړاندې له ښېګڼو او بدیو څېړلو مخکې غوڅ مخالفت یا موافقت کوو. زه ډاډه یم چې زما په ګډون ډېرو موافقو او مخالفو کسانو د لیکدود اړونې په اړه هیڅ علمي اخڅلیکونه ندي کتلي، په علمي ډول یې ګټي او تاوانونه ندي سره پرتله کړي او یواځي یې د مخالفت لپاره مخالفت او یا هم د موافقت لپاره موافقت کړی. که زه دې هڅو ته یواځې د یوه څېړونکي له دربچې وګورم نو فکر کوم چې د لیکدود دا ډول اړول یو انتخاب نه بلکې یوه اړتیا ده، دا چاره به مونږ له نړۍ سره په اکاډمیک ډګر کې یو ګام نږدې کړي، نړۍ ته به زمونږ څېړنیزو لاسوندونو او مونږ ته به د نړۍ څېړنیزو لاسوندونو پوهاوی آسانه شي، له یو بل سره به په اکاډمیکه ژبه پوی شو، د اخڅلیکونو پورته یادو شویو ستونزو ته ورته اکاډمیکو ستونزو په را کمولو او له له مینځه وړلو کې به مو ستونزه تر ډېره بریده حل کړي، کېدای شي د نورو نړیوالو غني او اکاډمیکو ژبو لکه انګلیسي په زدکړه کې هم ځکه مرسته راسره وکړي چې که چېرې مونږ انګرېزي زدکول پیلوو نو لږ ترلږه له لیکدود، غږونو او وایو سره به واردمخه آشنا یو. زه دعوه نه کوم چې هرڅه ته باید یواځې د څېړنو له دربچې وکتل شي خو له دې هم خوښ نه یم چې د هرنوي بدلون دې خامخا وچ کلک مخالفت وشي. زه په دې باور یم چې دا مسئله له خواله رسنیو او اخبارونو ور هاخوا باید وڅېړل شي، زمونږ د ژبو، کلتور، قوانینو، ساینس او ټکنالوژۍ اکاډمیکي ادارې دې سره کېني او د لیکدود اړولو د ګټو او تاوانونو پرتله دې سره وکړي، په خواله رسنیو کې دا خبره په دومره سطحي انداز مطرح کول او بیا یې په تمسخر آمیزه ډول وچ کلک مخالفت کول او بیا هغه له دینداري او بېدیني سره نښلول بیخي غیر مسلکي او غیرعلمي ښکاري. علمي کارونه په غیر علمي پلاټفورمونو کې مطرح کول سړي ته د اوښ او رباب غږولو متل ور په زړه کوي. په دې هیله چې د پښتو لیکدود اړونې په اړه د کفر او الحاد له ټاپو ور هاخوا مسلکي بحث ته ټغر وغوړېږي او د افغانستان اکاډمیکه کورنۍ یې په ریښتینې اکاډمیکه او مسلکي مانا وڅېړي، مونږ ته دا پوښتنه را ځواب کړي چې له اوسنۍ بڼې څخه لاتین ته د پښتو لیکدود اړول یوه اړتیا ده که انتخاب ؟
لیکنه: ډاکټر محمد رحمت الله تنها آلمان، هانوور پوهنتون
1 Comment
اړتیا ده