د امازون لس ډاروونکي ژوندي موجودات وپېژنئ

 د امازون لس ډاروونکي ژوندي موجودات وپېژنئ

ژباړه: شریفه تره کي

آمازون د نړۍ په کچه یو بې ساری لوی ځنګل دی، چې بېلابېل ډول ژوندي موجودات په کې ژوند کوي.

د نړۍ دغه لوی ځنګل په نهو امریکايي هیوادونو (برازیل، کولمبیا، پرو، بولیوی، وینزویلا، سورینام، امریکایي فرانسه او اکوادور) کې پروت دی.

د آمازون باراني ځنګل د ځمکې پر مخ یو زړه راښکونکی ځای دی، چې د نړۍ زیات شمېر خلک یې د سیاحت یا څېړنو په موخه د لیدلو هیله لري. خو په دې ځنګل کې دومره خطرناک ژوندي موجودات هم شته، چې له منځه مو وړلای شي.

دلته به د آمازون لس ډاروونکي ژوندي موجودات در وپېژنم:

  • زرغون اناکونډای: دغه خطرناک حیوان له نهه متره زیات اوږدوالی لري او وزن یې ۲۳۰ کلیو ګرامه دی. اناکونډای د نړۍ تر ټولو ستر مار دی، چې د امازون په لویو ځنګلونو کې ژوند کوي، دا مار تر بل هر یوه زیات سرعت لري او په اوبو کې هم په اسانۍ سره حرکت کولای شي. دا مار یوازې هغه وخت په انسانانو حمله کوي کله چې زیات وږی وي. که تاسو په امازون کې له دې مار سره مخ شوئ، نو غوره به وي چې وتښتئ.
زرغون اناکونډای
  • پیرانا: زیاتره انسانان په دې نظر دي چې پيرانا یو تهاجمي کب دی، خو داسې نده. پیرانا زیاتره وخت د اوبو په منځ کې ښکار کوي، خو که له ډېري لوږې سره مخ شي بیا نو په نږدې انسانانو هم برید کوي. او که تاسو بې باکي وکړئ او نږدې ورشئ، نو هرومرو به مو تر خپلو قوي غاښونو تېر کړي. پیرانان نشي کولای یو مکمل انسان وخوري، خو دومره کولای شي چې د بدن یوه برخه درنه بېله کړي.
پیرانا
  • غوماشي: دا د نورو حیواناتو په منځ کې تر ټولو کوچني وژونکي موجودات دي. دوی یو انسان نه خوري، خو په چیچلو سره مو په داسې ناروغۍ اخته کوي، لکه ملاریا چې بې له واکسینه به مو ووژني.
غوماشی
  • برازیلي غڼي: برازیلي غڼي اته ډولونه لري، چې دا ټول یې یوازې په آمازون ځنګل کې موندل شوې دي. غڼي په نوره نړۍ کې هم بېلابېل خطرناک او ډاروونکي ډولونه لري چې د قوي زهرو په لرلو سره کولای شي انسان د مرګ تر پولي ورسوي.
برازیلي غڼي
  • امازوني زرپښی: امازوني زرپښی تر ۳۰ سانتي مترو پورې اوږدوالی لري، او په شکلي لحاظ ډېر ډارونکی دی. دا موجود موږکان، کوچنۍ سمسارې، مرغان او حشرې خوري. که څه هم د انسان د خوړلو توان نه لري، خو دومره هرومرو کولای شي چې سم مو وچيچي. د زرپښي چیچل د تبي، لړزې او سخت درد لامل کېدای شي.
امازوني زرپښی
  • مېږی: تاسو به حتمن مېږیان لیدلي وي، خو که تاسو فکر کوئ چې مېږیان بې ضرره موجودات دي، نو هرومرو د آمازون له خطرناکو مېږیانو څخه ناخبره یاست. ځکه په امازون کې زهري مېږیان هم شته، د هغوی چیچل نه یوازې دا چې سخت درد لري، بلکې کولای شي د بدن ځیني غړي مو هم د لنډ وخت لپاره فلج کړي.
مېږی
  • تور کېمن: تورکېمن د ځمکې په سر تر ټولو لویه او ډاروونکې تمساح ده، دا موجودات د کبانو خوړلو ته لومړیتوب ورکوي، خو که چېرته له ډېري لوږې سره مخ شي نو بیا د لویو حیواناتو غارونو ته ځي او خوري یې.
تور کېمن
  • د مرګ حشرات: دا حشره په طبیعت کې په زیاته اندازه موندل کېدای شي، چې کولای شي په هوا کې د خپلې خولې په وسیله زهر وشیندي. که څه هم د دې حشرې زهر د انسان د مرګ لامل نه ګرځي، خو سخت یې ناروغ کولای شي.
د مرګ حشرات
  • برقي مارماهی: برقي مارماهی د ځمکې په سر تر ټولو جالب ژوندی موجود دی چې کولای شي په زیاته اندازه برق تولید کړي. دا حیوان د دې وړتیا لري چې ډېره قوي انرژي تولید کړي، چې د دې انرژي په مټ لمړی یو انسان یا کوم بل حیوان فلج کوي او بیا یې خوري.
برقي مارماهی
  • زهر لرونکي چرمښکۍ: زهر لرونکي چرمښکۍ ډېر ښایسته شکل او په بېلابېلو رنګونو کې پیدا کېږي، شکلاً بې خطره معلومېږي، خو دغه چرمښکۍ د خپل پوستوکي په وسیله داسې خطرناک مواد تولیدوي چې په یو ځل لاس وروړلو سره کولای شي تاسو په بېلابېلو خطرناکو ناروغیو اخته کړي.
زهر لرونکي چرمښکۍ

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *