د ځمکي مدار ته نږدې، په فضا کې هوټل جوړېږي؛ خوب دی، که حقیقت؟

 د ځمکي مدار ته نږدې، په فضا کې هوټل جوړېږي؛ خوب دی، که حقیقت؟

له تېرو څو کلونو راهیسي د ناسا سربېره ځیني نور هیوادونه هم د فضایي هوټل د جوړولو خوبونه ویني، خو په دې لیکنه کې به دا ووایو چې د دې خوب په حقیقت بدلېدل به څومره وخت ونیسي؟

له سپیس ایکس وروسته اوس تازه، ایران هم اعلان کړی، چې تر ۲۰۲۷م کال پورې به د ځمکې مدار ته نږدې یو فضایي هوټل جوړ کړي. د دې هوټل د جوړولو په طرحه کې راغلي چې دلته به رستورانت، سېنما او په یو وخت کې د ۴۰۰ میلمنو د اوسېدو لپاره خوني ولري.

د ډیلي میل ورځپاڼي د راپور په اساس؛ د (اوربیټال مجلس کارپورېشن OAC) فضایي شرکت غواړي چې د دې هوټل کار په ۲۰۲۵م کال کې پیل کړي او تر ۲۰۲۷م کال پورې یې بشپړ کړي.

دا هوټل به د مسافروتمځای یا ویاژر اسټېشن په نوم یادېږي، چې د ځمکې مدار ته نږدې به په دایروي شکل جوړ شي. او د مصنوعي جاذبې په اساس به څرخېږي.

دا هوټل به د رستورانتونو او سینماوو تر څنګ ځیني نورې ځانګړتیاوې هم ولري، چې اوس یې نمونه په سیاحتي کښتیو کې لیدلای شو.

په دې هوټل کې به مکمل روغتیایي کپسول شتون ولري. او د دې هوټل د ښه جوړېدو لپاره، ښایي د فضایي څېړنو ډېری کارونه ناسا او اروپایي سازمان ته وسپارل شي.

تر اوسه پورې نده په ډاګه شوې، چې هلته به د یوه مسافر د یوې شپې – ورځې مصرف څومره وي، خو له دې مخکې سپیس ایکس شرکت ویلي وو، چې دوی به په فضاء کې هوټل جوړ کړي، او د هر مسافر به د تګ – راتګ او هلته د نهو ورځو لپاره د اوسېدو ټول مصارف نهه میلیونه امریکایي ډالر کېږي. خو ایران بیا وایي چې تر دې مهاله لا شپږ کاله نور وخت پاتي، او د کار له شروع کېدو سره به یې مصارف هم په ډاګه کړي.

دا هوټل به د خپلو مسافرو لپاره ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي، لکه: هوا، اوبه، امنیتي ځواک، د لوبو ځای، پخلنځی، رستورانت او استوګنځی…

څېړونکي او مسافر به یو ډول له دې فضايي هوټل څخه ګټه اخیستلای شي.

د کارپوهانو په خبره، چې که دا هوټل بریالی شي، نو دا به د فرانسې له صنعتي انقلاب وروسته بل ستر فضایي انقلاب وي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *