هغه اولس کلن ځوان چې تېر کال یې ټویټر هک کړی وو، په درې کلن بند محکوم شو

 هغه اولس کلن ځوان چې تېر کال یې ټویټر هک کړی وو، په درې کلن بند محکوم شو

تېر کال یو ځوان په یوه لویه ټولنیزه رسنۍ (ټویټر) د سایبري برید په تور ونیول شو، او په درې کاله بند محکوم شو.

د ګراهام ایوان کلارک په نوم یو اولس کلن ځوان د تېر کال جون میاشتي په نیمایي کې د ټویټر نړیوالي ټولنیزي شبکې کمپیوټرونو ته داخل شو او سیستم یې هک کړل، نوموړي د بارک اوباما، ایلان ماسک، بیل ګیټس او جیو بایډن په څېر مهمو شخصیتونو اکاونټونو ته لاسرسی پیدا کړ او د هغو له لارې یې بېلابېل ټويټونه وکړل.

نوموړي خپل د بیټ کواین اکاونټ لینک د یادو شویو شخصیتونو په ټویټر اکاونټونو اېښی وو او ورسره لیکلي یې وو، هر څوک چې ماته په هره اندازه پیسې ولېږي، په کم وخت کې به ورته دوه چنده ولېږل شي. راپورونه وايي چې په نړیوال کچه زیاتو عامو خلکو یاد اکاونټ ته پیسې لېږلې وې.

معلومات ښيي، مخکې تر دې چې ټویټر خپل سیستم وژغوري، کلارک تر ۱۰۰ زره ډالر زیاتي پیسې تر لاسه کړې وې.

اوس د محکمې له حکم سره سم، نوموړی په درې کلن بند سربېره یوازې هغه وخت کمپیوټر کارولی شي کله چې ورته ډېره اړتیا ولري، او په هغه صورت کې به هم یو نظارت کوونکی موجود وي. همدارنګه ټول هغه شخصي معلومات چې یې له اکاونټونو څخه تر لاسه کړي باید بیرته یې تسلیم کړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *