راتلونکې څو کلونو کې به اونیزه رخصتي درې ورځي شي

 راتلونکې څو کلونو کې به اونیزه رخصتي درې ورځي شي

په راتلوکې څو کلونو کې د دې اټکل شوی چې، په اونۍ کې به کاري ورځي تر څلورو پوري راورسیږي. په داسي حال کې چې اوس کاري ورځي په اونۍ کې شپږ او په ځینو هېوادونو کې پنځه دي.

یوازي په اونۍ کې یوه ورځ رخصت وي. په ډېری اسلامي هېوادونو کې د جمعي ورځ او په غیر اسلامي هېوادونو کې د یک شنبي ورځ رخصت وي. خو د اونۍ رخصت ورځي به ۳ پورې ورسیږي.

ولي دا کار ترسره کیږي؟

ځکه له دې وړاندي به انسانانو ډېری کارونه پخپله کول، چې وخت به یې نیول. خو له دې وروسته به په دولتي اداراتو، خصوصي شرکتونو او کاروبارونو کې له ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل زیات شي. نو څرنګه چې یو انسان کوم کار په شپږ ورځو کې کول، هغه کار هغه انسان د ټکنالوژۍ او کمپیوټر په مرسته په درې ورځو یا هم کم وخت کې ترسره کوي.

ځکه ټکنالوژي له انسانانو سره په کار کې ډېره مرسته کوي او په کارونو کې چټکتیا رامنځته کوي. دا چټکیتا به د دې لامل شي، ترڅو انسانان خپل کارونه ژر ژر خلاص کړي او ډېری وخت سیاحت او تفریح ته ورکړي.

له همدې امله به په ځانګړي توګه د دولتي دندو رخصتي په اونۍ کې درې ورځي شي. ډېری هېوادونو کې د الکترونیکي سیستمونو له فعالولو وروسته دولتونه په همدې کار کوي، ترڅو دولتي کارکوونکو ته ډېري ورځي رخصتي ورکړي. له همدې امله وړاندوینه شوي، هغه هېوادونه چې له ټکنالوژۍ څخه کار اخلي، په اونۍ کې به یې د دولتي مامورینو رخصتي درې ورځي شي. د هغه ترڅنګ وړاندوینه شوي چې له دې کار سره به سیاحت هم زیات شي. ځکه هغه کسان به درې ورځي تفریح او سیاحت ته وخت لري. ډېری کسان به زړه ښه کړي، تر څو په دې درې ورځو کې نورو سیاحتي سیمو ته ولاړ شي او هلته تفریح وکړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *