سارا ټایلر راشد خان ته: ماته هم ستا په څېر کرکټ رازده کړه

 سارا ټایلر راشد خان ته: ماته هم ستا په څېر کرکټ رازده کړه

دوه ویشت کلن راشد خان د خپله ښه بالینګ، بیټینګ او فیلډینګ له امله په نړیواله کچه زیات مشهور شو، هغه له هرو څو لوبو وروسته یو داسې کار کوي، چې د کرکټرانو او کمنټرانو پام ځانته واوړوي.

راشد خان اوس پاکستان سوپرلیګ کې لوبېږي، هغه له لاهور قلندر لوبډلې سره دی او تېره ورځ یې د پېښور زلمو خلاف خطرناکه لوبه وکړه. هغه دا ځل په بال کې نه، بلکې یو ځل بيا د بیټینګ په برخه کې د خلکو پام ځانته واړاوو.

راشد خان په دې لوبه کې په ۱۴ توپونو ۲۷ منډې وکړې. هغه د لوبې په وروستیو کې هغه وخت چې د لوبې ګټلو ته په لسو توپونو ۴ منډې پاتي وې، یوه جالبه شپږېزه ووهله. راشد خان دا ځل د هلکوپټر شاټ په مټ توپ له میدانه بهر کړ.

د راشد خان دې شاټ د خلکو پام ځانته واړوو. د پي ایس ایل رسمي پاڼې د راشد خان د دې شاټ لنډه ویډيو په ټویټر خپره کړه، او ورسره یې لیکلي: ډېر سټایلي شاټ.

د انګلنډ کرکټ ښځينه کرکټ لوبغاړې سارا ټایلر دا ټویټ ریټیوټ کړی او راشد خان یې په کې منشم کړی، او ورسره لیکلي یې دي: ماته یې را زده کړه!

راشد خان هم په ریپلي کې ورته مثبت ځواب ورکړی.

راشد خان له دوو لوبو وروسته پي ایس ایل پرېښود او ټاکل شوی ده چې د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو تر منځ د ټېسټ لوبو لپاره عربې متحده ایالاتو ته لاړ شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *