د نړۍ تر ټولو ستر حیوان وپیژنئ

 د نړۍ تر ټولو ستر حیوان وپیژنئ

آبي رنګه نهنګان د نړۍ تر ټولو لوی موجودات بلل کیږي.

یو آبي رنګه نهنګ دری متره اوږدوالی لري او ۲۰۰ ټنه وزن لري.

د دوي د ژوند کولو ډول او بیولوژیکي جوړښت د پوهانو پام ځانته اړولی دی، او له ډیره پخوا څخه پوهان د دوي د ژوند او بیولوژیکي جوړښت په اړه څیړنې کوي.

په دې وروستیو کې د امریکایي ستانفورد پوهنتون څیړونکو د دې حیوان په اړه جالب معلومات خپاره کړل، چې د لمړي ځل لپاره یې د آبي رنګه نهنګ د زړه ټکان (زړه ضربان) معلوم کړل.

د دې حیوان د زړه ټکان د یوي ځانګړي وسیلي (الکتروکاردیوګرام) په واسطه معلوم شول.

دا وسیله د ځانګړو وسایلو په واسطه د آبي رنګه نهنګ په بدن پورې نښلول شوي وه.

جرمي ګولدبوګن د ستانفورد پوهنتون بحري څیړونکی، چې دا څیړنه یې هم تر سره کړي وه، وایي: کله چې دا حیوان د غذا پیدا کولو لپاره په سمندر کې لاندې ښکته کیږي نو د زړه ټکان یې ډیر کمیږي، چې حتی په یوه دقیقه کې دوه ته رسیږي.

نوموړی زیاتوي چې کله دا لوی حیوان بیرته د اوبو پورته طرف ته راځي نو د زړه ټکان یې زیاتیږي، چې حتی په یوه دقیقه کې ۳۷ ته رسیږي.

د پوهانو په نظر؛ حیوان چې څومره لوی وي، همغومره یې د زړه د ټکانو اندازه په یوه دقیقه کې کمه وي.

د انسان د زړه ټکان په یوه دقیقه کې له ۶۰ څخه تر سلو پورې دي، چې د سپورت او سختو کارونو په وخت کې کیدای شي چې دا شمیره تر ۲۰۰ پورې ورسیږي، په داسي حال کې چې د فیل د زړه ټکان په یوه دقیقه کې ۳۰ دې، خو په ځینو حالاتو کې تر ۸ پورې راکمیږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *