په زابل کې د یو ښوونځي د جوړولو پیسي وتلي، خو یوه خښته هم نده ایښودل شوي!

 په زابل کې د یو ښوونځي د جوړولو پیسي وتلي، خو یوه خښته هم نده ایښودل شوي!

په زابل کې د ۶۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د یو ښوونځي د جوړولو قرارداد شوی چې، تر اوسه یې ۳۹ میلیونه افغانۍ په جعلي کاغذونو ایستل شوي او د یاد ښوونځي یوه خښته هم نده ایښودل شوي

د ولسي جرګې یو غړی، نعمت الله کریاب پخپله فیسبوک پاڼه لیکي: “نن مو یو ځل بیا دښار جوړونې او معارف وزارت مسولین دهغه خیانت د سپیناوي لپاره رابللي وو چې د زابل په ولایت کې یې په داسې حالت کې د یو ښوونځي قرارداد کړی چې تر اوسه یې یوه خښته هم پر بله نه ده ایښودل شوې د ښوونځي ټول قرارداد په 68 میلیونه افغانیو شوی او 39 میلیونه افغانۍ تر دا اوسه په جعلې کاغذونو ویستل شوي. له څو ساعته بحث وروسته مو په دغه قضیه کې ککړ کسان لوې څارنوالۍ ته ور وپیژندل.”

دا چې دا ښوونځی د زابل په کومه ولسوالي کې موقیعت لري او په څه نوم دی، تر اوسه یې جزئیات ندي خپاره شوي. همدارنګه نوموړی زیاتوي، دغه ډول نورې قضیې هم تر کار لاندي دي او په نورو ولایتونو کې هم دا ډول موارد شته.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *