دا روبوټونه به په مریخ کې د کان کیندني او تعمیر جوړولو په موخه وکارول شي

 دا روبوټونه به په مریخ کې د کان کیندني او تعمیر جوړولو په موخه وکارول شي

په کالیفورنیا کې میشت د تکنالوژۍ یو شرکت د داسي روباټونو په جوړولو کار کوي چې په سپوږمۍ او مریخ کې به ورڅخه د کانونو د کېندني په موخه ګټه اخیستل کیږي.

د ساینس او فضایي تکنالوژیو په برخه کې نویو پرمختګونو ته په پام سره ویلای شو چې د بډایه خلکو لپاره ښایي د فضایي سیاحت زمینه په نږدي راتلونکې کې مساعده شي.

په کالیفورنیا کې د تکنالوژۍ یو شرکت له دې امکان څخه هم یو څه وړاندې فکر کوي او د داسي روباټونو په جوړولو کار کوي چې په سپوږمۍ او مریخ کې کېندنې وکړي.

د اف ورلډ شرکت مشر جیم کیر اوالا وایې: د اف ورلډ شرکت د نړۍ په کچه د داسي ځیرکو روباټونو لمړنی ګروپ جوړوي چې خپله فکر او عمل کوي او خپله پریکړې کوي. چې په سلګونه دا ډول روباټونه په یوه وخت کې د کان کېندنې، ساختمانې چارو، د تاسیساتو د ترمیم، تونل کېندنې او په نورو پیچلو صناعتي کارونو کې چې معمولاً یې انسانان کوي؛ په ګډه کار کوي.

دا روباټونه به د داسي کارونو د کولو وړتیا ولري چې پخوا یې د ماشین له خوا د ترسره کولو تصور نشو کیدلای.

الیا کوزوکن د دې شرکت یو کاروکوونکی وایې: هر کله چې سیارو ته د تګ لپاره ټول وسایل چمتو کړو، نو په لمړي سفر کې به د انسانانو په ځای روباټونه فضاء ته ولیږدول شي. دوي به هلته تاسیسات تنظیم کړي او په مناسبي طریقي سره به یې وساتي.

د اف ورلډ شرکت ساینس پوهانو او څیړونکو اوس مهال د دې روباټونو ازمایښتي کار په ځمکه کې د کان کېندني په برخه کې شروع کړی دی.

دا روباټونه چې په ګروپي ډول کار کوي، هر یو یې خپله ورسپارل شوي ځانګړي دنده په سمه توګه ترسره کوي، مثلاً: د کانونو او ډبرو په برخه کې چې یو ربوټ کله ډبره حس کړي نو د ځانګړو وسایلو په وسیله یې ماتوي، او له هغه وروسته بل روباټ ته سګنال ورکوي تر څو ځان ورورسوي او ماتي شوي ډبرې ټاکل شوي ځای ته ولیږدوي.

داسي ویل کیږي چې کله ناسا نورو سیارو ته د تګ سلسله پیل کړي نو دا روباټونه به له مخکې هلته ولیږدول شي، تر څو هلته هر څه برابر کړي.

د دې شرکت کاروکوونکې وایې: له دې روباټونو څخه به په نورو سیارو کې په مختلفو برخو کې لکه: کان کېندني، تعمیر جوړونې او همدارنګه په نورو سیارو کې د انسانانو د اوسیدو لپاره د امکاناتو برابرولو په موخه وکارول شي.

د دې روباټونو یوه ځانګړتیا دا ده چې په اتومات ډول به کار کوي، او هر څه به خپله زده کوي، دا په دې معنی ده چې دوی د خاصو کارونو د ترسره کولو لپاره پروګرام کېدلی شي.

د پوهانو او فضایي څیړونکو په خبره چې دا ډول روباټونه به د فضایي څیړونو په برخه کې مهمه ونډه ولري.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *