مجیب به نن د شاهد افریدي په وړاندې ولوبېږي

 مجیب به نن د شاهد افریدي په وړاندې ولوبېږي

پاکستان سوپر لیګ کې به نن ماښام پېښور زلمي د ملتان سلطانز په وړاندې لوبه وکړي. د پېښور زلمو لوبډله کې مجیب الرحمن لوبېږي خو ملتان سلطانز لوبډله کې بیا کوم افغان لوبغاړی نشته. په دې لوبډه کې بیا د شاهید افریدي، روسو، کریس لین او عمران طاهر غوندې پیاوړي لوبغاړي شته.

له دې نه وړاندې تېر ماښام لاهور قلندر کویټې لوبډلې ته په ۹ ویکټو ماتي ورکړه. لاهور قلندر لوبډله کې راشد خان هم شتون لري، چې تر دې مهاله یې دوه لوبې ګټلې دي.

په تېره لوبه کې راشد خان د کریس ګیل مهمه ویکټه واخیسته، او په بیټینګ کې بیا فخر زمان ۸۲ او محمد حفیظ ۷۳ منډې وکړې، چې په دې سره یې کویټي لوبډلې ته په ۱۸ اعشاریه دوه اورونو کې ټاکلی هدف د نهو ویکټو په شتون سره پور کړ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *