داسې اپلیکېشن چې تاسو هم په کې کولای شئ، راډیو ته ورته خپرونه وچلوئ

 داسې اپلیکېشن چې تاسو هم په کې کولای شئ، راډیو ته ورته خپرونه وچلوئ

نوي اپلیکېشن چې نوم یې کلاوډ هاوس دی، او د سیلیکان والي کمپنۍ له لوري جوړ شوی دی، د ټولنیزو رسنیو په برخه کې به یو نوی بدلون راولي.

دا اپلیکېشن به ګروپي اړیکو ته ورته سیستم ولري، چې دا ګروپي اړېکي به درې برخې ولري. لمړی: مدیر چې ګروپ به کنټرولوي، دوهم: خبرې کوونکي: دا به هغه کسان وي لکه د راډیويي خپرونو وړاندې کووونکي، درېیم: اورېدونکي: دا به د راډیو د اورېدونکو په څېر وي، چې غوږ به نیسي، او که پوښتني ته اړتیا وه، نو لمړی به له مدیر څخه اجازه اخلي، او له هغه وروسته به پوښتنه کوي.

کله چې تاسو دې اپلیکېشن ته داخلیږئ، نو وینئ به چې څومره ګروپونه اوس په ژوندۍ بڼه فعال دي، څوک یې وړاندې کوي او کومو کسانو غوږ ورته نیولی دی.

تاسو په ازادانه ډول کولای شئ، کوم ګروپ ته داخل شئ او یا ووځئ.

او کولای شئ چې د ځان لپاره ګروپ جوړ کړئ، او خپل ملګري مو ورته را دعوت کړئ. یا د خپل ګروپي کنفرانس لپاره ځانګړی وخت وټاکئ، چې نور کسان کولای شي ستا د خپروني د اورېدو لپاره تر مخې لا نوملیکنه وکړي.

د دې کمپنۍ په خبره چې تر دې مهاله دا اپلیکېشن یوازې د ایفونونو لپاره دی، او ډېر ژر به یې د انډرایډ لپاره هم جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه ټویټر هم هڅه کوي، چې دې ته ورته ځانګړتیا په خپل اپلیکېشن کې زیاته کړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *