ځمکه به له بلې سیارې سره ټکر وکړي، آیا دا خبره حقیقت لري؟

 ځمکه به له بلې سیارې سره ټکر وکړي، آیا دا خبره حقیقت لري؟

ژباړه: رحمت الله محمد

په دې وروستیو کې په ځینو ټولنیزو رسنیو کې داسي شایعات خپاره شوي چې د روان کال په وروستیو کې به د یوي بلي سیاري په هکله ډاروونکې معلومات په انټرنیټ باندې خپاره شي، دوي وایې چې د نیبیرو په نوم دا سیاره په چټکۍ سره ځمکي ته د نږدي کیدو په حال کې ده، او له ځمکي سره د ټکر په صورت کې به په ځمکه کې ژوند کولو ته د پای ټکی کیږدي. آیا دا نظریه ریښتیا کیدای شي؟

ولي خلک په ټولنیزو رسنیو کې داسي شایعات خپروي؟

د نیبیرو ټکر له ځمکې سره، له څو کلونو راهیسي هر کال د ډسامبر په میاشت کې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي.

په هر حال، لرغوني ساینس پوهان په دې نظر وو چې د ځمکې پای به په ۲۰۱۲م کال کې هغه مهال رامنځته شي، کله چې ځمکه له یوي بلي سیاري سره ټکر وکړي. د دوي د نظریې له مخي چې د دې ټکر په صورت کې به په ځمکه کې آتشفشانونه، زلزلې او تیز بادونه رامنځته شي، چې په پایله کې به یې په ځمکه کې ژوند پای ته ورسیږي. خو ۹ کاله کیږي چې د دې نظریي تیر شوي او ځمکه لا په خپل حال پاتي ده.

له پیړیو راهیسي انسانان فکر کوي چې ځمکه به له بلي سیاري سره د ټکر په صورت کې له منځه لاړه شي، او په دې ډول شایعاتو سره د خلکو په ذهنونو کې ویره خپروي.

امریکایي لیکوال زکریا سیچین د یوي غیري علمي نظریي له مخي وایې: د نیبیرو سیاره چې د لمریز نظام یوه بله سیاره ده، په ډیري چټکۍ سره ځمکې ته د نږدي کیدو په حال کې ده، او ژر به له ځمکې سره ټکر وکړي.

خو په حقیقت کې دا نظریي او خبرونه ټول دروغ دي، او په دې اړه هیڅ ثبوت شتون نلري، چې کومه بله سیاره دې ځمکې ته د نږدي کیدو په حال کې وي.

ناسا په دې اړه وایې:

ناسا په دې هکله وایې: که چیرته کومه سیاره ځمکې ته نږدي کیږي نو دا به په یوه ډیر عادي تلسکوپ د لیدو وړ وي. خو په کهکشانونو کې د سیارو تاریخچو ته په کتو سره ویلای شو چې له بلي سیاري سره د ځمکې د ټکر احتمال ډیر کم دی، او یا هیڅ نشته.

نو هغه څه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي په مکمل ډول دروغ دي.

د ځمکې ټکر له بلي سیاري سره، یوه افسانه ده:

که کومه سیاره ځمکې ته نږدي شي، کیدای شي هغه څو میاشتي او یا هم څو کال وړاند لا د ډیرو عادي تلسکوپونو په وسیله هم ولیدل شي، کله چې کومه سیاره د زحل تر مدار د ځمکې لورې ته رانږدي شي، نو په اسمان کې د لیدل کیدو وړتیا لري.

دا په دې معنی چې که کومه اسماني ډبره یا هم سیاره ځمکې ته د نږدي کیدو په حال کې وي، نو نه یوازي دا چې د آماتور ستورې پیژندونکې به یې وویني، بلکې هغه څوک چې یو عادي تلسکوپ هم ولري نو دا آسماني جسم به ولیدلای شي.

خو نیبیرو هغه سیاره ده چې د ستور پيژندونکو په خبره د لمریز نظام برخه نده او په هرو ۳۶۰۰ کلونو کې یو ځل د لمر په شاوخوا څرخیږي. نو د دوي په خبره چې که یادي سیاري د نورو سیارو په مدار اغیز کولای شوای، نو میلیاردونه کاله وړاندې به لا دا پېښه رامنځته شوي وای.

د نهمي سیاري شتون:

ساینس پوهان وایې چې تر دې مهاله په لمریز نظام کې نهمه سیاره نده کشف شوي، خو که نیبیرو د لمریز نظام نهمه سیاره وي، نو بیا به د دې سیاري مدار له لمر څخه د نپتون تر مدار ۴-۵ برابره لوی وي، نو دا سیاره به له ځمکې څخه تر نورو سیارو ډیره لري وي او د ځمکې مدار ته به هیڅ تاوان ونه شي رسولای.

نو په دې اړه هیڅ ثبوت شتون نلري چې کومه سیاره یا آسماني ډبره دي ځمکې ته نږدي شي، د تایید شویو راپورونو له مخي به ځمکې ته په ۲۰۷۹م کال کې یو آسماني کاڼی را نږدي شي او ۰.۰۱ سلنه امکان لري چې له ځمکې سره ټکر وکړي.

دا شایعات زیاتره وخت په ټولنیزو رسنیو کې د بیلابیلو موخو لپاره خپریږي، چې هيڅ حقیقت نلري او فقط د خلکو د ویرې سبب کیږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *