د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ لوبو تازه درجه بندي کې نهم مقام ځان سره ساتلی

 د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ لوبو تازه درجه بندي کې نهم مقام ځان سره ساتلی

په وروستۍ ټېسټ لوبه کې د پاکستان له بریا وروسته د کرکټ نړیوالي شورا د ټېسټ لوبو لپاره تازه درجه بندي اعلان کړه، چې په دې درجه بندي کې افغانستان نهم مقام لري.

په دې درجه بندي کې فقط لمړي او دوهم مقام لرونکو لوبډلو تغیر کړی او نورې ټولې لوبډلې په خپل ځای پاتي دي.

نیوزلنډ د ۱۱۸ نمرو په درلودو سره له دوهم مقام څخه لمړي او اسټرالیا د ۱۱۶ نمرو په لرلو سره له لمړي نه دوهم مقام ته تغیر شوې دي.

دا درجه بندي په لاندې ډول ده:

1- نیوزیلانډ | 118 نمرې

2- اسټرالیا | 116 نمرې

3- هندوستان | 114 نمرې

4- انگلستان | 106 نمرې

5- سویلي افریقا | 96 نمرې

6- سریلانکا | 86 نمرې

7- پاکستان | 83 نمرې

8- ویسټ انډیز | 77 نمرې

9- افغانستان | 57 نمرې

10- بنګله دېش | 55 نمرې

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *