یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
نوي کشف شوي بکتریاوې، په فضا کې د نباتاتو په وده کې مرسته کوي

نوي ډلې څېړونکو د ناسا په مرسته، په تازه ترسره شوي څېړنه کې په نړیوال فضايي تم ځای کې بکتریاوې کشف کړي، چې په فضا کې د نباتاتو په وده کې مرسته کولای شي.
د ایسنا په راپور کې د ساینس ټایمز په حواله لیکل شوي، هغه خوراکي توکې چې بهر له ځمکي وده کوي، دوۍ د باکتریا مرستي ته اړتیا لري، تر څو له ناوړه شرایطو سره مقاومت وکړي. په نړیوال فضايي تم ځای (ISS) کې نوي څېړنې ښيي چې، څيړونکي کولای شي، هلته د نباتاتو لپاره داسي د سون مواد تیار کړي چې په هر ډول شرایطو او فشار کې ورسره مرسته کولای شي.
دا څيړونکي د ناسا په مرسته وتوانیدل، تر څو په نړیوال فضايي تم ځای کې د باکتریا څلور ډوله کشف کړي.
ناسا اراده لري تر څو یوه اورځ انسان مریخ ته، یا هم له هغه لرې سیارو ته بوځي. په دې تړاو څېړنې رواني دي. په فضا کې د نباتاتو وده او د هغه لپاره د بکتریاو کشف هم د همدې څېړنو برخه ګڼل کیږي. خو په دې وروستیو کې دې ځېړنو ښودلي چې، له دې وروسته په فضا کې هم د نباتاتو د ودې امکان شته. ځیني تازه بکتریاوې یې په وده کې مرسته کولای شي او په سختو شرایطو کې د مقاومت کولو توان ورکوي.
د “Methylobacteriaceae” کورنۍ بکتریاو څخه څلور ډوله کشف شوي دي. څېړونکو دغه تازه کشف شوي میله یې بکتریاوې د “IF7SW-B2T” ، IIF1SW-B5″ او “IIF4SW-B5” په نومونو نومولي دي. د دې بکتریاو د “Methylorubrum rhodesianum” په نوم یوې برخې له پخوا شتون درلود.
د Methylobacterium ډول باکتریاوې له نباتاتو سره د بیولوژیکي حرکتونو په کنترول، د نتروژن په تثبیت، د نباتاتو په وده او ځینو نورو برخو کې له نباتاتو سره مرسته کوي.
څیړونکو دا نوی ډولونه د دکتر اجمل خان (Ajmal Khan) په ویاړ چی د هند نامتو عالم دی، د”Methylobacterium ajmalii” په نوم نومولي دي.
د ناسا د آزمایښت ځای “(JPL)څیړونکي دکتر کاستوری ونکاتسواران “(Kasthuri Venkateswaran) او “نیتین کومار سینگ”(Nitin Kumar Singh) باور لري، چې دا ډولونه ممکن په فضا کې د محصولاتو د ودې لپاره ګټور وي.
په هر صورت، باید ډیري څیړنې وشي، تر څو معلومه شي، دا طریقه په فضا کې د کرنې لپاره ګټوره ده او کنه.
ناسا اراده لري چې یوه ورځ انسان مریخ یا له هغه نه هم لرې بوځي. نو نړیوال فضایې تم ځای کیدای شي د ریز ارگانیسم لپاره ازمویښتي ځای واوسي.