یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
کائنات څنګه رنګ لري؟

د بیګ بینګ په پایله کې رامنځته شوي کائینات څه ډول رنګ لري؟ په دقیقه توګه که چیرته په اسمان کې ټول اجسام یوزاي شی، وروستي ترکیبونه به څنګه رنګ ولري؟ دا عجیبه پوښتنه هغه وخت زموږ ذهن ته راځي، کله چي غواړو معلومه کړو، کوم ستوری په کهکشانونو کې روج دی، نو دا رنګ سپین ته ورته رنګ دی، چې په کمپیوټري ژبه کې یې کوډ FFF8E7 دی.
د دې رنګ د معلومولو لپاره ستور پوهانو په اوسط ډول دوه سوه زره کهکشانونه چیک کړي دي. چی دا د کهکشانو ترټولو لویه طبقه بندي ده، چې د 2df د کائیناتو د نقشي د جوړونې له لارې تر لاسه شوي ده. د طیف کایناتو نه داسي معلومیږي چې، الکترمقناطسي طیف د روښنایی درلودنکي ده، مګر دا یو ترکیبي رنګ لري.
د دی رنګ ۱۰ میلیونه کلونه تیر شوي دي، چې ډیر کم یې آبي شوي دي، دا د ډیرو ستورو د سور والي نښانه ده.د دې جالب رنګ د نوم ایښودنې لپاره یوه لویه سیالي ترسره شوي، چې په دې سیالي کې دا رنګ د skyvory، univeige و لاته کیهانی په نومونو نومول شوی دی. خو په ټوله کې دې رنګ ته تر ټولو ډېر کاریدلی نوم د لاته کیهاني دی. چې اوس هم په همدې رنګ کاریږي.
دې رنګ ته له دې وړاندي کوم نوم ندی غوره شوی او له دې وړاندي تر ډېره په دې تړاو هڅي هم ندي شوي. خو په دې وروستیو کې دا پوښتنه را مطرح شوي. په دې تړاو ډېری ساینسي تجربې ترسره شوي او له ساینسي تجربو څخه د دې رنګ ډول هم څرګند شوی او د دې رنګ لپاره ځانګړی نوم هم ټاکل شوی دی.