یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
داسي ډبره کشف شوي؛ د ځمکي له رامنځته کېدو څخه مخکي یې په فضا کې شتون درلود

یوه نوې ډبره د افریقا په ځمکه کې کشف شوي، د دې ډبرې لرغونتوب ښيي چې، تر ځمکي هم زیات یانې ۴.۶ میلیارده کاله زیات تاریخ لري. دا ډبره (002EC( په نامه یاده شوي چې، په بشپړه ډول کشف، تجزیه او تحلیل شوي ده. ایسنا راپور کې راغلي، د افریقا په یوه لویه وچه کې د یوي ډبري ټوټه پيدا شوي، امکان لري د ځمکی نه هم ډېر تاریخ ولري. دوی وایې، د دې ډبرې ژور جوړښت او سن تحلیل مشخص شوی دی. دا ډبره د اور پاشني په نتیجه کي منځ ته راغلي ده. څیړونکي وايي، دا ډبره په رسمي ډول په فضا کې، د مګما ترټولو پخوانۍ پیژندل شوې بیلګه ده.
د پروسسینګز په نوم څېړونکی، د علومو له اکاډمۍ څخه خپري شوې مقالې پراساس وړاندوینه کوي چې، دا ډبره د پروتوپلاینټ په نوم پیژندل شوي ده. دا ډله ډبرې کیدای شي چې، یوه لویه ډبریزي ډلې یې یوه سیاره جوړه کړي وي. د نوموړي سیاري یوه برخه چې ډیره کمه پیداکیږی، اوس یې له لاسه ورکړي. نوموړي سیاره د نړۍ سره تر زیاته حده تړلي، خو اوس مهال له منځه تللي ده.
احتمال شته، د شکل ګیری په وخت کې دا سیاره، په لمریز نظام کې د نورو سیارو لخوا جذب او ویجاړه شوې وي. دا ډبره د لمړي ځل لپاره د مي میاشت ۲۰۲۰ کال کې په الجزیره کې پیدا شوه. لمړي خلګو ورته د عادي ډبري فکر کاوو، خو جالبه دا وه چې، د اور پاشنې له لارې په مکمل ډول را منځ ته شوي وه. خو د دې سیاري زیاتې برخي د بازالت ډبرې او اورپاشني څخه دي، چې د اوسپني او منیزیم څخه جوړه شوي ده. نوموړي ډبره د ډیرو ستروئیدونو کلسترونو څخه توپیر لري، تر اوسه 10،000 آسماني شیان موندل شوي ، هیڅ یو د “EC 002” په څیر نه دي. څیړونکو لیکلي: “تر دې دمه” EC 002 ” ته ورته ځانګړتیاو سره هیڅ شی نه دي پیژندل شوي. څیړونکې وایې، دا ډبره یوه تاریخي ډبره بللي شو، دا به په مکمل ډول تحلیل او تجذیه شي. دا ډبره کولای شي، د لمریز سیسټم په رامنځته کولو کې نوې پیښې روښانه او ښکاره کړي.