Warning: Trying to access array offset on value of type null in /home/u194144813/domains/f-afghan.com/public_html/wp-content/plugins/unyson/framework/includes/option-types/typography-v2/class-fw-option-type-typography-v2.php on line 148

Warning: foreach() argument must be of type array|object, null given in /home/u194144813/domains/f-afghan.com/public_html/wp-content/plugins/unyson/framework/includes/option-types/typography-v2/class-fw-option-type-typography-v2.php on line 148

مانچسټر سیټي لوبډلې له څوارلس کلونو وروسته د ارسنال لوبډلې ریکارډ مات کړ – فخرافغان

مانچسټر سیټي لوبډلې له څوارلس کلونو وروسته د ارسنال لوبډلې ریکارډ مات کړ

 مانچسټر سیټي لوبډلې له څوارلس کلونو وروسته د ارسنال لوبډلې ریکارډ مات کړ

د انګلستان په داخلي فوټبال یا انګلستان پریمیر لیګ سیالیو کې د مانچسټر سیټې لوبډلې په دې لیګ خپله ۸مه بریا هم خپله کړه، او په پرلپسې توګه یې ۱۲ بریاوې د ځان په نوم ثبت کړې، چې د ارسنال لوبډلي ریکارډ، چې په ۲۰۰۷م کال کې یې جوړ کړی وو، مات کړ.

په انګلستان پریمیئر لیګ فوټبال سیالیو کې د مانچسټر سیټي تکړه لوبډلې په پرلپسې ډول ۸مه او په ټولو سیالیو کې ۱۲مه بریا خپله کړه چې په دې سره یې پخوانی ریکارډ مات کړ.

د پيپ ګواردیولا لوبډلې د انګلستان پریمیئر لیګ او نورو ټولو سیالیو کې په پرلپسې ۱۲ بریاو خپلولو پخوانی ریکارډ مات کړ، له دې وړاندې دغه ریکارډ د ارسنال لوبډلې سره و چې په ۲۰۰۷م کال کې یې ۱۲ پرلپسې بریاوې خپلې کړې وې.

له یادو بریاو وړاندې سیټي لوبډلې جدول کې په شپږم نمبر ځای درلود خو له بریاو وروسته لومړي مقام ته پورته شوه.

ددې سربېره مانچسټر سیټي لوبډله د انګلش فوټبال لیګ چمپین شپ جام پایلوبې ته او د ایف ای جام پنځم پړاو ته هم لار موندلې ده.

بل لوري ته مانچسټر یونيټډ لوبډله چې تر محدود وخته یې لومړی مقام خپل کړی و، د ارسنال لوبډلې پر وړاندې لوبه مساوي کړه چې په جدول کې ۴۱ پواینټونو سره دوهم مقام لري، په داسې حال کې چې لیورپول لوبډله په ۴۰ پواینټونو دریم مقام لري.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *