بیټ کواین څه شی ده؟ په ساده ژبه

 بیټ کواین څه شی ده؟ په ساده ژبه

بیټ کواین یوه انلاین کرنسي ده چې په ۲۰۰۹م کال کې جوړه شوه. د بیټ کواین تبادیلاتو په نوم بازار خلکو ته دا امکان برابروي چې په بېلابېلو قیمتونو سره بیټ کواین وپېري یا هم وپلوري. په دې لیکنه کې به درته بيټ کواین په ډېره ساده ژبه تشریح کړو.

بیټ کواین یو نوی انټرنیټي ارزښت دی چې په ۲۰۰۹م کال کې د یوه شخص په وسیله چې مستعار نوم یې Satoshi Nakamoto

 دی، جوړ شو. د بیټ کواین تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې بې له کومې وسیلې څخه پېرل او پلورل کېدای شي، یانې هیڅ بانک ته اړتیا نه لري. په تېرو څو میاشتو کې بیټ کواین زیات شهرت تر لاسه کړ او قیمتونه یې هم ډېر لوړ شول، چې تقریباً یو بیټ کواین تر ۶۰زره ډالر پوري ورسېد. نو له همدې امله زیاتره کسان هڅه کوي تر څو د بیټ کواین له لارې تجارت وکړي او ښه عاید ولري.

ولې بیټ کواین؟

کولای شئ د بیټ کواین په وسیله په ډېري اسانۍ انلاین پلور او پېر ترسره کړئ، په انلاین پېر او پلور کې ځکه بیټ کواین ډېر ګټور دی، چې هیڅوک مو د هویت د پېژندلو توان نه لري. مثلاً که بانک یا کومې بلې لارې تاسو پیمنټ وکړئ نو بانک مو هویت ځان سره ساتي، او که اړتیا شي ښايي دولتونو سره یې هم شریک کړي خو که د بیټ کواین له لارې پيمنټ کوئ، نو بیا مو هویت څوک نشي په ډاګه کولای. همدارنګه له بیټ کواین څخه په هر هیواد کې په ډېرې اسانۍ سره ګټه اخیستلای شئ، یانې سیستم او قوانین یې په کوم هیواد پوري ځانګړي ندي، بکلې په ټوله نړۍ کې یو ‌ډول دي.

ځیني کسان بیټ کواین د کوچنیو تجارتونو لپاره کاروي، خو ځیني خلک یې بیا د دې لپاره اخلي چې د بیټ کواین ارزښت ورځ په ورځ لوړېږي او قیمت یې جګېږي. مثلاً د بیټ کواین قیمت په ۲۰۲۰م کال کې تر لس زره ډالرو هم راټيټ شو، خو اوس تر شپیته زره ډالر هم لوړ دی.

تاسو په انلاین ډول کولای شئ بيټ کواین وپېرئ یا وپلورئ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *