Warning: Trying to access array offset on value of type null in /home/u194144813/domains/f-afghan.com/public_html/wp-content/plugins/unyson/framework/includes/option-types/typography-v2/class-fw-option-type-typography-v2.php on line 148

Warning: foreach() argument must be of type array|object, null given in /home/u194144813/domains/f-afghan.com/public_html/wp-content/plugins/unyson/framework/includes/option-types/typography-v2/class-fw-option-type-typography-v2.php on line 148

د نړۍ ښکلي ښارونه (تهران ـ ایران) – فخرافغان

د نړۍ ښکلي ښارونه (تهران ـ ایران)

 د نړۍ ښکلي ښارونه (تهران ـ ایران)

تهران د ایران هیواد پلازمېنه او تر ټولو زیات نفوس لرونکی ښار دی، چې ۸۶۹۳۷۰۶ کسانو نفوس درلودلو له امله یې په نړۍ کې ۲۴م مقام تر لاسه کړی دی.
د ایران په دې لوی ښار کې بېلابېل قومونه ژوند کوي چې اکثریت اوسېدونکي یې فارسي ژبي دي. او ویلای شو چې تهران په نړۍ کې د فارسي ژبو تر ټولو لوی ښار بلل کېږي. د دې ښار ډېری اوسېدونکې مسلمانان په ځانګړي ډول شعیه او دولس امامه دي خو د دغو تر څنګ په دې لوی ښار کې د نورو مذاهبو پیروان هم ژوند کوي لکه: بهائیان، زردشتیان، مسیحیان او یهودیان…
دا ښار د ایران اقتصادي مرکز او لمړنی صنعتي ښار هم بلل کېږي. د ۱۳۹۵هجري لمریز کال د څېړنو له مخې ویل کېږي چې تهران د ټول ایران ۲۱سلنه ناخالص تولیدي برخه تشکیلوي. او د ایران په اقتصاد مهمه اغېز لري.
د ایران دغه لوی ښار د سیاحت لپاره هم یو له غوره ښارونو څخه بلل کېږي، چې د نړیوالو سیلانیانو لپاره بېلابېل د لیدو وړ ځایونه لري، لکه: کاخ، موزیمونه او نور…
د دې تر څنګ تهران د ایران له تاریخي ښارونو څخه هم شمېرل کېږي، چې په دې ښار کې ډېر په زړه پورې تاریخي ځایونه هم شته لکه: د ازادۍ برج او د میلاد برج چې د ایران تر ټولو لوړ برج دی.
له اداري اړخه بیا دا ښار په ۲۲ منطقو او ۱۲۲ ښاري ناحیو وېشل شوی دی. د دې ترڅنګ د تجریش او ری ښارونه هم د تهران له لوري اداره کېږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *