یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
د تکامل تیوري او د افغانانو غلط درک

لیکنه: هارون سمون
ډېری افغان ملحدین لا هم پدې عقیده دي، چې انسان د بېزو له نسله دی؛ په مقابل کې یې مذهبي قشر هغه هم هغه ښه جاهل قشر پدې عقیده دی، چې د تکامل تیوري وایي انسان د بېزو له نسله دی. یا داسې باور لري، چې ګواکي ستر ستر ساینسپوهان هم شادیان د انسانانو پلاران بولي.دا بېخي مزخرف عقاید دي، د دواړو لورو.انسان د بېزو له نسله ندی، دا بېخي علمي او ساینسي خبره ده، نه هم د تکامل تیوري دا وایي چې انسان د بېزو له نسله دی.هیله ده افغان ملحدین او د دې نظریې مخالفین د تکامل په اړه مطالعه وکړي. عام خلک باید ګنګس نه کړل شي.
یو دانه پښتون دی استاد استاد یې بولي دی د تکامل پر رد یې کتاب لیکلی فکر کوم هغه هم پدې نظر دی، چې د تکامل تیوري وایي انسان د بېزو له نسله دی.زه حیران یم، نړۍ چېرې ورسېده د ژوند په اړه لا هم افغانان نه پوهېږي، چې د تکامل تيوري څه وایي او د خلقت نظریه څومره د دې تیورۍ مقابله کولی شي.دا چې د تکامل تیوري باندې څوک عقیده لري یا یې نه لري بېل بحث دی؛ خو لا هم پدې ډېری ښه لوستي افغانان نه پوهېږي چې دا تیوري وایي څه.
د دواړو تیوریو تفاوتونه څه دي.دین د تکامل تیوري سره څومره سازش کولی شي.دا اوس هم د نړۍ د دیندارانو ستره کتله هم پر دین باور لري هم پر تکامل. له عسایت سره خو د دې تیورۍ ټکر ختم شوی.د اسلام په اړه هم ډېر دغسې استدلال شوی دی؛ آن ابن خلدون ته دا کیسه رسېږي، ځکه د قرآن متن دا تیوري نه ردوي. دا چې وایي انسان خدای له خټې پیدا کړ، دلته ډېر ملاحظات کېدای شي او شته دي.ځینې مسلمانان پر دې تیوري سمه عقیده لري؛ د ایران په طباطبایي پوهنتون کې خو آن پر دې علمي مقالې خپرې دي، چې له قرآن سره یې د تکامل د تیورۍ سازش رامنځته کړی. د قرآن پدې یو آیت کې چې هرڅه خدای له اوبو پیدا کړي، ډېرې کیسې پکې شته دي.دا د دین د برخې بحث د دې تیوري په اړه علمي ندی، هسې اضافي پراګراف دی.زه د محیط زیست متخصص نه یم، خو دا مې درک کړې، چې افغانستان کې د تکامل تیوري په اړه عجب ریشخند تصور خلک لري.زه پر تکامل باور نه کوم، خو پدې مې سر خلاص دی، چې افغانستان کې پدې تیوري ډېر کم خلک پوهېږي او د دې تیوري په اړه عموما خلک سخت غلط تصور لري.مخالفین او موافقین اکثریت د تکامل تیوري پر بېزو او انسان راڅرخوي. یو لوری دا نظر لري، چې انسان د بېزو له نسله دی، د دې مخالف لوری هم داسې نظر لري، چې ګواکي د تکامل تیوري وایي چې انسان د بېزو له نسله دی.
دا علمي تیوري وایي انسان د بېزو له نسله ندی؛ نه هم بېزوګان د انسانانو پلاران دي.دا خو ډېر پېچلی بحث دی، خوشي چټي ولې ځینې بې دلیله له یو بل سره دلایل وایي.د تکامل د تیوري داسې سټرکچر دی، چې پر غوڅ ملایي دلیل یې دې پلار هم نشي ردولای.ځینې ساینسپوهان چې کله د دې تیوري پر قواعدو بحث کوي، پر یوه قاعده یو ساینسپوه انتقاد وکړي، جنجال ادامه پیدا کړي، مانا یې دا نه وي چې دا تیوري رد شوه، مانا یې دا وي، چې د تیوري پر یو جز نقد شوی.
کاش دغه تیوري په آسانۍ ردېدای شوای، انسانانو ته به کیسه روښانه وه.هابله ورځ یو چا لیکلي وو، دا مدا یوه نظریه ده، دا خبره موږ کې عامه ده، درحالیکه دا نظریه نده علمي تیوري ده. د نړۍ په مهمو پوهنتونونو کې تدریسېږي.
د تکامل تیوري وایي انسانانو او شمپانزیو د میلیونونو کلونو په جریان کې په یوه جنېټيکي کورنۍ کې تکامل کړی دی، د دې معنی دا نده، چې اېلولوشن تیوري کې شمپانزۍ یا عموماً شادیان د انسانانو پلرونه محسبوېږي. د انسانانو یو مهم نسل نئدرتالونه منقرض شوی دی، پدې اړه علم واضح دریځ لري، شواهد لري. هوموساپینسونه چې موږ اوسني انسانانو یو له نئدرتالونو سره ګډ جنېټیکي مشترکات لري.یانې له تکامل سره دا ټول موضوعات یو ځای واضح شي.تش چې ووایې انسان د بېزو له نسله دی، یا ندی، دا تیوري ریشخندېږي.تکامل داسې نه وایي چې انسان د بېزو له نسله ده، بلکې دواړه یوه مشترکه جېنېټیکي کورنۍ لري.
هدف مې دا و، چې موږ د دغسې مهمو مسایلو په اړه څومره غلط پوه کړل شوي یو.