یوټیوب هم له ټویټر او فیسبوک وروسته د ډونالډ ټرمپ چینل خلاص کړ
کرونا او سیاسي کړکېچ د مارتین لوترکېنګ ورځ بې خونده کړي

مارټین لوتر کېنګ په ۱۹۵۰-۱۹۶۰ کلونو کې په امریکا کې د تورپوستو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه پیل کړه.
مارټین لوتر کینګ به ویل چې د هغه مبارزه د هند د عدم تشدد د مبارزې د مشر مهاتما ګاندي څخه الهام اخیستی دی. مهاتما ګاندي د عدم تشدد مبارزې سر لاری بلل کېږي، چې د انګریزانو په خلاف یې مبارزه کوله.
مارټین لوترکېنګ د ښو فعالیتونو له امله په ۱۹۶۴م کال کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.
مارټین لوترکېنګ په ۱۹۶۸م کال کې د اپریل په میاشت کې د ۳۹ کلونو په عمر ووژل شو.
د ډاکتر لوتر کینګ له وژل کیدو څلور ورځې وروسته د امریکا د استازو د مجلس یو غړي وړاندیز وکړ چې د کال یوه ورځ د مارتین لوتر کینګ یاد ته ځانګړې او د درناوي لپاره یې عمومي رخصتي شي.
پنځلس کاله وروسته د متحده ایالاتو کانګرس په ١٩٨٣ کې د مارتین لوتر کینګ په یاد یوه ورځ عمومي رخصتي ومنله او د هغه وخت ولسمشر رونالډ ریګن لاسلیک کړه.
خو سږکال د کروناویروس او د امریکا په ښارونو کې سیاسي تاوتریخوالي په دغه ډول غونډو بده اغېز کړي.