د تاریخ تکرار؛ د غني او نجیب د حکومتونو د را پرځېدلو شبهاتونه

 د تاریخ تکرار؛ د غني او نجیب د حکومتونو د را پرځېدلو شبهاتونه

د 19مې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې د ولسمشر ډاکټر نجیب حکومت را وپرځېدو. د ده مجهز او ځواکمن فوځ اسلام پلوه جنګیالیو ته تسلیم سو. دا جنګیالي یوه لسیزه د اوو تنظیمونو په چوکاټ کې د شوروي اتحاد پر وړاندي منسجم سوي او جنګېدلي وو. خو د دوی دښمني د خلق او پرچم له ګوندونو سره تر دې هم پخوانۍ وه.

دوی د پاکستان په ګډون د لویدیځ بلاک او ځینو نورو هېوادونو سیاسي او اقتصادي ملاتړ تر شا درلود. د سرو لښکرو له وتلو وروسته دوی د ډاکټر نجیب د حکومت پر وړاندې لمړی له نظامي اپشن څخه کار واخیست، خو ډېر ژر یې ماتې وخوړه. بیا یې سیاسي ډګر ته مخه کړه. د ډاکټر نجیب حکومت چې له یو خوا تازه خپل متحدین له لاسه ورکړې وو او د بل خوا له بندیزونو سره مخ و؛ د سیاست میدان یې وبایلل او ورسره سم افغانستان سقوط سو او نظام له ټولو امکاناتو، تجهیزاتو او تاسیساتو سره ونړېد.

د مجاهدینو له راتګ سره په کابل کې اور ګرم سو او د کورنۍ جګړو دوام افغانان له هستي او نیستي خلاص کړل. دوی د یو ځواکمن، باثباته او ټولشموله دولت په رامنځته کېدلو کې پاتي راغلل او د دوی د جنایاتو، بې اتفاقۍ او ناوړه کړنو ط. البان وزېږول. دې نوې ډلې ډېر ژر مجاهدین له صحنې څخه څنډې ته کړل او پر هېواد یې ولکه ټینګه کړه.

د دوی له راتګ سره برحال ولسمشر برهاندین رباني او د هغه وخت دفاع وزیر احمد شاه مسعود خپل حکومت د هېواد شمال ته یووړ او هلته یې سربیره پر دې چې په ډېر کمه خاوره یې ولکه درلوده، خپل حکومت ته دوام ورکړ. ط. البانو پر ډېره خاوره ولکه درلوده خو د توندلارۍ له امله یې له نړیوالې ټولنې سره جوړجاړی ونکړ او تر پایه پورې د نړۍ په کچه له دری هېوادونو پرته چا په رسمیت ونه پېژندل. په افغانستان کې د ال.ـقالعده شبکې شتون، د ط. البانو توندلارې او له شمال ټلوالې سره د کورنۍ جګړې دوام د دوی هغه تېروتنې وي چې د دوی د امارت د ړنګېدو لامل سوي.

خو دا سناریو د غني پر حکومت باندې یو ځل بیا کټ مټ تکرار سوه. یوازې څو صحنې ترې حذف سوي وي، کنه نور هر څه د پخوانۍ سناریو تکرار فیلم خپریږي. غني خپل متحدین له لاسه ورکړل او ډېر ژر یې د خپلو مخالفینو پر وړاندې سیاسي ماتې وخوړه. یوازې دا چې د نجیب د حکومت او ط.ـالبانو ترمنځ د مجاهدینو رول حذف سوی او د هغه تر څنګ ولسمشر ژوندی له هېواده وتلی دی.

د ولسمشر لمړی مرستیال، ملي دفاع وزیر او ځینې نور چارواکې د مسعود د زوی په ننګه د پنچشسر په غرونو کې جګړه پر مخ بیایې. ط.ـالبانو د پخوا په څېر یو ځل بیا کابینه ټول شموله اعلان نکړه او ځینو لوریو په وړاندې یې د حذف له بټن څخه کار واخیست. که څه هم په ظاهر کې دوی دا ټول لورې حذف کړل، خو دا لا هم په رېسایکل بېن کې دي او د دې احتمال سته چې ډېر ژر د دوی په مخالفت بیا سیاسي او نظامي ډګر ته را ودانګي.

داسي احتمالات هم سته چې ط.ـالبان به له نړۍ سره یو ځل بیا جوړجاړې ته ونه رسیږي. دوی ښځو ته هغه حقونه نه ورکوي، د بشر حقونه، د بیان آزادي او ځینې نور موارد په هغه بڼه نه عملي کوي کوم چې نړۍ یې تمه لري. د هغه ترڅنګ د ال.ـقاعده شبکي او ځینو نورو توند لارو ډلو د موجودیت اندېښنه هم لا پر ځای پاتي ده.

دوی یو ځل بیا کټ مټ هغه تېروتنې تکراروي چې یو ځل د دوی د ماتې لامل سوې وي. کېدای سي له دې تګلارې سره په رسمیت ونه پېژندل سي او د نړۍ له بندیزونو سره مخ سي. په دې صورت کې به نه یوازې دوی خپلې پښې ووهې بلکي، افغانان به هم له ژور اقتصادي بحران سره مخ کړي. افغانان به سیاست، سوداګري او اړیکې له نړۍ سره د پاکستان له لارې پالې. دا کار به د دې لامل هم سي تر څو نړۍ شمالټواله یو ځل بیا په رسمیت وپېژنې، مرستې ورسره وکړي او یو ځل یې بیا را پورته کړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *