غني، د انسان پېژندنې دوکتور؛ د خپلو ملګرو نامردي څنګه ونړاوو؟

 غني، د انسان پېژندنې دوکتور؛ د خپلو ملګرو نامردي څنګه ونړاوو؟

غني اوه کاله په افغانستان واکمن و. دا له هسکو، ټیټو او جنجالونو ډکه واکمني وه. یو وخت یې پر سټيج ویلي و، چې وضعیت هر څومره خراب وي، نو دی همدومره آرام وي. نوموړی د لوی شمېر بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته په ۲۰۱۴ کال کې واک ته ورسېد. په دې ورځو کې داسي اټکلونه کېدل چې، افغانستان به سقوط سي.

له دې وروسته هم ده له زورواکو او د واک له جزیرو سره سر ووهل، هغوۍ يې له واک او سیاسي صحنې څخه څنډې ته کړل، دا کار هم له چلنجونو ډک و. ډېری وخت داسې وړاندوینې کېدې چې غني به میدان وبایلي. له دې وروسته یې د تا. لبانو او بیا د پاکستان په وړاندې هم سخت دریځونه ونیول، تر څو چې یې میدان پرېښود.

خو د دې واکمن په اړه تر ټولو مهمه خبره؛ ده په انسان پېژندنه کې د کولمبیا له پوهنتون څخه دوکتورا اخیستې وه. مګر داسي نښې نښانې سته چې، تر پایه یې خپل نږدي ملګري ونه پېژندل او په ده باندې ډېری نېوکې هم دا وې چې، شاوخوا خلک یې سم ندي، ده ته رښتینې مالومات نه ورکوي او په فساد کې ښکېل دي.

دا شک هغه وخت په یقین بدل سو، کله چې غني ارګ پرېښودو ته اړ سو. د واک تر وروستۍ شېبې پوري نوموړي داسي حرکات او خبرې کولې، لکه د هېواد له رښتینې نظامي، سیاسي او اقتصادي وضعیت څخه چې کره او تازه مالومات ونلري. د ده په اړه مشهوره ده، چې کابل ته په ۱۴۰ کېلومترۍ کې پروت د غزني ولایت سقوط کړی و، خو دی درې ورځې وروسته خبر سوی و. د غزنې خلکو به ویل، د سلطان محمود غزنوي زر کاله مخکي تر هنده واکمنې وه، که هغه وخت هم یو دومره مهم ولایت یا سیمې سقوط کړی وای، نو د وخت پاچا به تر دې وختي خبر سوی و.

ده پر خپلو نږدي ملګرو زښته زیات باور درلود، یو د کارتونې فیلمونو دوکتور یې د امنیتي برخې سلاکار ټاکلی و. ټول صلاحیتونه یې ورکړې و، په هره غونډه کې به یې د هغه ستاینه هم کوله. یوه ورځ یې په یوه غونډه کې وویل، د امنیت شورای په رښتینې مانا اوس د یوېشتمې پېړۍ په معیارونو برابر بنسټ دی. له دې خبرو څو ورځې وروسته د ده مخالفین د کابل دروازو ته را ورسېدل. درې سوه زره کسیز پوځ یې مات سو. دی په دې ماښام هم خبر نسو، به مازدیګر کې د کابل بالاحصار ته وخوت او ویې ویل: له دې ځایه بیرته ملي پاڅون اعلانوم او له لاسه وتلې سیمې بیرته نیسم.

په سهار یې مخالفین ارګ ته ننوتل او خونه په خونه په ده پسې ګرځېدل. هغه وخت دی خبر سو چې وضعیت خراب دی. نه ملي پاڅون سته، نه درې سوه زره کسیز پوځ سته، نه امنیت شورای معیاري ده، نه تر دې ځایه چا د مخالفینو مخه نیولې او نه هم نور د حکومت دوام سته. ټول ورکړل سوي مالومات دروغ دي. له ملګرو سره د حساب لپاره هم ناوخته وه. بس تیښته یې غنیمت وګڼله، هر څه یې پرېښودل او له هېواده ووت.

له وتلو وروسته په هند کې د افغانستان سفیر وویل، غني ته له خدمت کولو بښنه غواړم. تاجکستان کې یې سفیر انځور را ښکته کړ او فراري ولسمشر یې اعلان کړ. لمړي مرستیال یې دا کار شرمناک وبلل. په دې تولو سربیره خو لا دا چې، په امریکا کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې رویا رحمانې هم نوموړی په بد ټکو یاد کړ او وايي، له غني سره په کار کولو اوس شرمیږم.

لمړی، خو دا کسان ټول غني ګمارلي و، تر ټولو نږدي کسان یې یادېدل. دوی هیڅ سیاسي نفوذ نه درلودل. په دې کسانو غني بدنام سو. د دوی په فساد او بې کیفایتۍ خلکو له حکومت څخه واټن واخېستل، مګر په پای کې دوی هم د غني به مخالفت خوله خلاصه کړه. دوهم، صلاحیتونه ټول له دوی سره و، کار یې ونکړ، له هغه نه یې سؤ استفاده وکړه. اوس چې حکومت ناکام سو، ځانته یې د برأت ورکولو هڅه هم وکړه.

خو اوس پوښتنه داده چې، غني ولې دغسې خلکو سره ملګرتیا درلوده. ولې هغه تر پایه د دوی په دروغو او بې کیفایتۍ ونه پوهېدو. د انسان پېژندنې دوکتور ولې باید د ملګرو د نامردي قرباني سي، مګر ملګري یې انسانان نه و. ده باید پر وخت پېژندلې وای او د ملګرتیا خلک او دکار خلک یې ځینې را بېل کړي وای. ځکه په سیاست کې مګرتیا او ټیم ته ژمنتیا هم مهمه ده، مګر د ده ملګرو هېڅ نه درلوده. د هغه تر څنګ د کار لپاره وړتیا مهمه ده، چې په دې ګمارنو کې نه تر سترګو کېده.

په پای کې د انسان پېژندنې دوکتور د څو ملګرو د نامردي له امله واک پرېښودو ته اړ سو، یو دولت ونړېد او یو ملت یې له مبهم برخلیک سره مخ کړ. دا هر څه یوازي د انسان پېژندنې د یو دوکتور (غني) د ملګرو د نامردۍ بیه وه.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *