ښایي تر پنځو یا لسو کلو پورې فضايي موجودات پیدا کړو

 ښایي تر پنځو یا لسو کلو پورې فضايي موجودات پیدا کړو

ځیني ساینس پوهان باور لري چې ډېر ژر به له ځمکې بهر د نورو فضایي موجوداتو شتون په ډاګه شي، د دوی په باور چې ښايي مونږ وکولای شو فضایي موجودات تر هغه لا ژر پیدا کړو، چې تصور یې کوو.

جیمز ویب چې د ستورپېژندونکو مشهور فضايي تلسکوپ ده، د دې وړتیا لري چې له لمریز نظام بهر په نورو سیارو کې د ژوند څرک پیدا کړي، دا تلسکوپ کولای شي په شاوخوا ۶۰ ساعتونو کې ځمکې ته معلومات راولېږي، نو که په کومه سیاره کې د ژوند نښه مومي، هم دومره ژر به یې معلومات تر ځمکې راورسوي.

په دې څېړنو کې لمړیتوب خاورینو سیارو ته ورکول کېږي، ځکه په دغه ډول سیارو کې د ژوند امکان زیات ده، هغه سیارې چې ګازي دي، ډېری یې حتی سطح هم نه لري، نو له دې امله په کې د ژوند کولو امکان سخت دی.

که چېرته په ډاګه شي چې له ځمکې بهر په نورو سیارو کې هم ژوند شتون لري، نو دا به نه یوازې د انسانانو لسګونه پوښتنې ځواب کړي، بلکې په د همدغو څو چنده زیاتې نورې پوښتنې به هم پیدا شي.

جیمز ویب تلسکوپ د ناسا له مهمو ماموریتونو څخه دی چې ټاکل شوي د هابل تلسکوپ ځای ونیسي او وکولای شي له لمریز نظام بهر سیارې لا ښې وڅېړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *