بحران څنګه په فرصت واړوو؟ | څېړنوال عبدالغفور لېوال

 بحران څنګه په فرصت واړوو؟ | څېړنوال عبدالغفور لېوال


درېیمه برخه
(عامه بې باوري)

د لومړۍ برخې پرتله، د دویمې برخې لږ هرکلی وشو.
پوهېږئ ولې؟ زه وار له مخه لا پوهېدم او ورته په تمه وم، ځکه دلته مې له تاسو هم د (څه کولو) هیله کړې وه.
له ځینو دوستانو مننه، چې د ګروپ تر جوړولو او د دغې لړۍ ژباړې او پاللو پورې لاهم راسره ګام پرګام درومي.
خو ما غوښتل همدا درته څرګنده کړم؛ زموږ د بحران یو لوی لامل دا دی، چې د (بې تفاوتۍ) او ( مسئولیت نه منلو) ستونزه عامه ده.
په ټولیز خوځښت کې له ګډونه د تېښتې لپاره مو پلمې ډېرې دي. د دې لاملونه ګڼ دي، یو اصلي لامل ټولیزه بې باوري ده.
پرځان بې باوري، پر بل بې باوري، پر خلکو بې باوري، پر ملي اراده بې باوري.
ګڼ خلک پرما، زما پرلیکنو او پر همدې لړۍ هم بې باوره دي او حق لري، چې بې باوره وي.
بې باوري له کومه کیږي؟
فکر کوو، هرڅه امریکا کوي،
پاکستان دومره روی دی، چې موږ یې په وړاندې څه کړای نه شو،
ټول سیاستوال دروغ وايي،
هرڅه باید حکومت وکړي او …
کله چې وایو بحران هغه مهال په فرصت بدلولای شو، چې د دې لپاره ټولیز خوځښت رامنځ ته شي. دا خبره هېڅ کله په لاندې ماناګانو نه ده:
ـ حکومت ته د څه کولو تمه نه لرو،
ـ حکومت ملامت دی او فساد ډېر دی، پخپله حکومت پوه شه او کار یې،
ـ خلک په روان بحران کې ملامت نه دي، نو ولې خلک د اصلاح اراده وکړي؟
او داسې نور.
دا خبرې او پلمې سمې نه دي، پر لاندې دلایلو،
که ستاسو په نظر په حکومت کې ستونزې او فساد د بحران اصلي لامل وي، نو بیا خو بحران پخپله ځان اصلاح کولای نه شي. بحران باید له بهره د یوه بل ځواک په مټ په فرصت بدل شي.
فساد ناروغي ده، ناروغ بدن په دې ملامتۍ چې ولې ناروغ شوی، همداسې خپل سر ته پرېښودل حللاره نه ده. ناروغ ته ښايي درمل ورکړل شي، چې جوړ شي.
لوی بحرانونه تل ټولیزو سازماني او ارادي خوځښتونو په فرصت بدل کړي دي.
په چین کې کرونا هغه مهال مهار شوه، چې ولس د ځان وقایه کولو اراده وکړه. شک نه شته، چې چیني حکومت هم خپلې ټولې هڅې وکړې.
بنګلدیش هغه مهال خپلواک شو، چې ټولو بنګیالانو اراده وکړه او د افغانستان خپلواکي له انګریز څخه هغه مهال واخیستل شوه، چې ولسي څپې په انګریزانو پسې راووتلې او د مشروطه اماني نهضت ترڅنګ ولس راوخوځېده…
موږ په یوه ګڼ ريښه یي بحران کې ښکېل یو، زه به په نورو راروانو برخو کې د بحران په هره ریښه او اړخ لیکل وکړم، حللارې به یې هم معرفي کړم، خو شرط به دا وي، چې تاسو هریو به مې عملي او ارادي ملګرتیا کوئ.
د بحران لومړنۍ ریښې، بې باوري او د ټولیز خوځښت لپاره کمزورې اراده ده، تشکل او په ګډه (یوڅه کول) مو لا هم له لاسه نه کیږي. موږ پر یوه ملي تنبلۍ، لټۍ، بې اراده ګۍ، بې باورۍ اخته یو. واڼې مو تښتېدلي دي او لاس و پښې نه شو راټولولای.
تر بلې برخې پورې پر دې بحث وکړئ، چې په موږ کې د ملي بې باورۍ د له منځه تللو لپاره باید څه وکړو؟
یوازې ماته نصحیت مه کوئ، بلکې دا ووایاست، چې همدا تاسو هر یو د ملي بې باورۍ د له منځه وړلو لپاره څه کولای شئ، خپله اراده همدلته ولیکئ!
تر بلې برخې…

تېره برخه:

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *