بحران څنګه په فرصت واړوو؟ | څېړنوال عبدالغفور لېوال

 بحران څنګه په فرصت واړوو؟ | څېړنوال عبدالغفور لېوال

دویمه برخه

لومړۍ برخې ته ستاسو د تاوده هرکلي او غبرګون مننه. د ګڼو دوستانو له لیکنو څخه لاندې پایلو ته رسېدلای شو:

[] موږ ته راپېښ بحران او ربړې ټولیزې (جمعي) او ټولنیزې (اجتماعي) دي، حللارې یې هم باید ټولیزې او ټولنیزې وي.

[] چې د ټولنې د انساني ژوند په شرایطو کې مثبت بدلون رانه شي، د وګړي (فرد) ژوند ښه کېدلای نه شي.

[] په فرصت د روان بحران د بدلېدو لپاره باید خپل ټولنیز چارچلند بدل کړو.

[] په اول ګام کې لږ ترلږه د لوستیو او باسواده فعالو وګړیو تر منځ د ګډ فکر و کار لپاره یوه ارتباطي سیستم ته اړتیا شته. اوس نو پوښتنه دا ده، چې دغه ارتباطي سیستم څنګه جوړوئ؟ دا ارتباطي شبکه باید هم د بحث و دیسکورس لپاره موږ سره ونښلوي او هم د اړتیا پرمهال موږ په فیزیکي او حضوري بڼه سره راټول کړلای شي.

فکر، بحث او عمل نه ښايي یوازې په فیسبوک او مجازي فضا کې محدود پاتې شي.

په جوړېدونکي ارتباطي سیستم کې باید بهر میشتي افغانان چې له دې فکري بهیر سره همغاړي دي، پراخه ونډه واخلي. موږ په نړۍ کې داسې بحران ځپلې ټولنې لرو، چې دایاسپورا ( یا بهرمیشتو نخبه ګانو) له کړکېچ څخه راایستلي وي. ښکاره خبره ده، چې پراخه عملي ونډه به په کې هېوادمیشتي فعالین لري.

د دویمې برخې د پای کرښې دا وګڼئ، چې :

[]کړکېچ په فرصت بدلول، یوازې د دولت کار نه دی، بلکې دولت یې یوه مدیریتي او اجرایوي برخه ده. دا لوی نهضت باید د خلکو له خوا پرمخ ولاړ شي.

[] له فساد، ترهګرۍ، تاوتریخجن حاکم تفکر، ټولنیزې بداخلاقۍ او د عامه بې تفاوتۍ په وړاندې درېدل هم یوازې د دولتونو کار نه، بلکې د غوره (نخبه) شخصیتونو تر متشکلې رهبرۍ لاندې د خلکو د ګډې ارادې په پایله کې هدف ته د رسېدو ګډه ټولیزه هڅه ده.

وګورئ،

موږ وویل: ” د خلکو کار دی!”، ” ولسي هڅه ده!”

ستاسو له نظره دا څه مانا درلودلای شي؟

(خلک) یعنې څوک؟

د ولسي کار میکانیزم څه دی؟

څنګه د ټولنیزې اصلاح او په فرصت د کړکېچ د بدلولو لپاره خلک راخوځولای شو؟

تاسو د Mass Mobilization یا Social Mobilization اصطلاحات اورېدلي؟ یا مو پرې فکر کړی دی؟ په فرصت د کړکېچ د بدلون لپاره ټولیز خوځښت څنګه رامنځته کولای او مدیریت کولای شو؟

همدا زموږ د دې برخې بنسټي پوښتنې دي.

یاالله،

اوس نو څه کسان را مخکې شئ او د یوه منظم، متشکل او ټولو ته د لاسرسي وړ ارتباطي سیستم پر جوړولو عملي کار پیل کړئ.

نورې برخې یې تر دې اقدام روسته…

تر بیا …

لمړۍ برخه:

درېیمه برخه:

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *