په ورځني ډول څو کالري انرژي ته اړتیا لرو؟

 په ورځني ډول څو کالري انرژي ته اړتیا لرو؟

زموږ بدن د روغتیا لپاره صحې خوړو ته اړتیا لري. بدن د ټولو کارونو تر سره کولو لپاره پروتینونو، ویټامینونو، معدنې مواد او هغه غوړ چې موږ ته خواړه چمتو کوي، اړتیا لري. دا ټول باید موږ هره ورځ په  خوراکې رژیم کې ولرو. تر څو مطمین شو چې زموږ دفاعې سیستم له مایکرو ارګانیسمونو سره مقابله کولای شي او د بدن نور سیستمونه خپل کارونه په سمه توګه تر سره کولای شي. یوه هغه ستونزه  چې زموږ ډیری خلګ ورسره مخ دي، نه پوهیږي چې څومره خواړه په ورځ کې وخوري.

راځئ وګورو چې څنګه په ورځ کې د کالري اخیستل تنظیم کړو او نور څومر فاکتورونه باید په نظر کې ونیسو؟

مېرمنو ته په ورځني ډول د داسې خوړو توصیه کېږي، چې ۲۰۰ کالري انرژي ولري.

او همدارنګه نارینو ته توصیه کیږي چې هغه خواړه وخوري کوم چې ۲۵۰ کالري انرژي ولري.

نارینه د ښځو په پرتله لوی ساختمان لري له همدې امله دوی باید په ورځني ډول ډېره انرژي تر لاسه کړي. په داسې حال کې چې ډیر فکټورونه هم شتون لري چې چې باید تر سره نه شي.

د بیلګې په ډول، هغه کس چې ډیر چاغښت لري باید وزن کم کړي، نو له همدې امله باید د کالري کچه په ورځنې ډول راکمه کړي. دا د وزن د کموالې لپاره تضمینې لاره نه ده. ځکه که چیري په ورځ کې له مناسب اندازي ډیر کالري  مصرف کړئ ستاسو وزن ډیریږي، خو که چیري دا حالت معکوس کیږي، نو ښایي ستاسو وزن راکم کړي.

ډیر بدنې تمرین د انرژي مصرف ډیروي او دا د ترلاسه شوې انرژۍ او د تاسو د مصرف شوي انرژي په مانا ده، که چیري شخص له سپورت سره ورځنې د کالري مقدار مصرف ډیر نکړي، نو بدن به له ذخیره شوې انرژۍ ګټه واخلي او د وزن د کموالي لامل به شي.

هغه نور مهیم فکټورونه چې باید په نظر کې ونیول شي:

یو پاکټ شیرنې چې ۲۰۰ کالري انرژي ستاسو بدن ته رسوي له هغې کالري سره توپیر لري چې سبزیجات یې ستاسو بدن ته رسوي. شیرني ستاسو بدن ته هیڅ  مغذي مواد د ژوند لپاره نلري، په داسې حال کې چې سبزیجات ویټامینونه، امینو اسیدونه او حتی د روغتیا لپاره صحې غوړ لري چې ستاسو د بدن اړتیا پوره کوي، نو د شکر او شیرنې په ځای چې په هغو کې مصنوعي مواد کارول کیږي، طبیعي خواړه ډیر ارزښت لري.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *