له مریخ وروسته؛ ناسا د زهرې په لور

 له مریخ وروسته؛ ناسا د زهرې په لور

له مریخ څخه وروسته دا دئ ناسا و زهرې ته د دوه نورو همکاره ربوټونو لېږلو پلان لري. زهره د لمریز نظام دوهمه سیاره ده او د مځکي سره یو شمېر نږدې خاصیتونه لري. دغه سیاره تر مریخ و مځکي ته ډېره نږدې ده. خو یوه خبره دا چي زهره و لمر ته نږدې راګرځي هلته د تودوښي درجه شاوخوا ۴۷۰ سانتي ګراد ته رسي. کښتنی اټموسفېر یې غلیظ، خورا سوځونکی او تر ډېره له کاربنډایکسایډ ګازاتو او سلفوریک اسیډ څخه ترکیب دئ. په همدې اساس له سپوږمۍ څخه وروسته انسانانو د زهرې پر ځای د تګ له پاره مریخ ټاکلې ده. تر دې مخکي چي څه فضایي بېړۍ د زهرې سیارې د څېړلو له پاره لېږل سوي لا یې هم په اړه د انسانانو څېړني او پوښتني پوره نه دي حل. ددې ماموریت په ترسره کولو سره به لا نور هم د زهرې اقلیمي او جغرافیایي جوړښت ژور او دقیق وڅېړل سي ترڅو وپوهېږو چي د عمر په اوږدو کي زهرې څه ډول ارتقا کړې ده. د زهرې نقشه به د انفراریډ شعاعو په مټ سکېن سي.

ددې ماموریت طرحه سر له اوسه جوړ سوې خو فضایي بېړۍ به په راتلونکو څو کلونو کي ولېږل سي.

میرویس غورځنګ

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *