بحران څنګه په فرصت واړوو؟ | څېړنوال عبدالغفور لېوال

 بحران څنګه په فرصت واړوو؟ | څېړنوال عبدالغفور لېوال

لومړۍ برخه

موږ څوڅلوېښت کاله جګړه، ګواښ، بېوزلي، لاسوهنه، محرومیت، وزګاري او له نړۍ سره ژور توپیر ګاللی. د دغو ټولو ناخوالو ټولګه داسې بحران (کړکېچ) راپېښ کړی، چې اوس یې په فرصت د بدلولو زمزمه کیږي.

چې ریښتیا ووایم، په فرصت د بحران د بدلولو مفهوم مې لومړی ځل له قدرمن ولسمشر څخه اورېدلی دی. ورو ورو مې پر دغه امکان فکر کول پیل کړل، ځینو پایلو ته ورسېدم، ښايي سمې پایلې نه وي، خو زه یې لیکم، پر تاسو یې خامخا د منلو ټینګار نه کوم.

د بحران یو لوی اغېز دا دی، چې موږ ټول غوسه یو. یو ټولنیز عصبانیت لکه ساري ناروغي په موږ کې ګډ دی. دولت ته غوسه یو، بهرنیو ته غوسه یو، ترهګر دوښمن ته غوسه یو، ګاونډیو ته غوسه او خپلو خلکو ته هم غوسه یو. لکه په یوه وګړي، چې څو ډوله غمونه پریوه مهال راشي. عزیزان یې مړه شي، ناروغي ورپېښه وي، بېوزلي یې ځوروي او د خوښۍ لپاره هيڅه نه لري. څو شېبې وژاړي، چیغې وکړي، زمکې و اسمان ته ښکنځلې هم وکړي، ټولو ته بد رد ووایي، لږ یې زړه تش شي. ستومانه وي، کیني او خپل سر د لاسونو ترمنځ ټینګ ونیسي او فکر کول پیل کړي. دا تر ټولو ګټوره شېبه ده. غملړلی وګړی فکر کوي؛

-دا هرڅه ولې راپېښ شول؟

– څه وکړم، چې له دې حالته ووځم؟

موږ په ټولیزه بڼه په همداسې حال کې یو. ښه ډېر بد رد مو ویلي، ژړلي مو دي له ښکنځلو او سپکولو هم ستومانه یو، له نیوکو، شکایتونو او انتقادونو مو زړه خولې ته راغلی دی.

ایا اوس یې وخت نه دی، چې کېنو او فکر کول پیل کړو؟

بحران په فرصت بدلول ټولیزه(جمعي) اراده غواړي، داسې اراده له فکر کولو را پیلیږي. ګډ فکر او یوې ګډې پایلې ته رسېدل، چې پربنسټ یې ګډ عمل ته لار هواره شي.

آیا تاسو ټول، چې زما کرښې لولئ، همداسې پړاو ته رسېدلي یاست؟

آیا حاضر یاست، چې ګډ فکر کول پیل کړو؟

که هو ! نو بېدرېغه خپل نظریات همدلته راته ولیکئ. بس، دوه درې اخلاقي اصول په پام کې ونیسئ! د چا شخصي حریم ته مه ورننوځئ، شخصیتي تخریب مه کوئ، ښکنځلې او سپکاوی پرېږدئ، ناهیلي مه خپروئ، دا باور په کلکه په پام کې ونیسئ، چې له دې حالته وتلی شو. د لیکلو اخلاق او ادب په پام کې ساتئ او دلته یو پراخ دیسکورس راپیل کړئ.

نورې برخې هم راروانې دي، چې سره پرې وګړیږو، اوس فکر کول پیل کړئ!

تربیا…

دویمه برخه:

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *