ستر احمدشاه بابا

 ستر احمدشاه بابا

څېړنوال عبدالغفور لېوال

[] ما یوه داسې سیاسي جغرافیا درته میراث پرېښې وه، چې له ختیزه به یې لویدیز ته دودېرشو چاپارو په ټراټ یوه یوه اونۍ مزل کاوه، چې ایله به یې شاهي فرمان بل سر ته رساوه، هغه جغرافیا مو څه کړه؟

[] ما د آذربایجان له سلیمانخېلي واکمنیو رانیولې د بهوپال و بنګال تر افغاني نوابیو پورې د ټولو افغانانو یووالی ټینګ کړی و، تاسو اوس په خېلونو او خېلخانو کې یو بل وژنئ، زما د ملي یووالي ارمان مو چېرته خښ کړ؟

[] ما درته لویه ویاله واېسته او لسګونه شاهي کانالونه مې ورغول، چې پر خپله زمکه د خپلو اوبو کارولو عقلاني میراث در خپل کړئ، تاسو د دوښمنو په لمسون خپل ودان بندونه ونړول، ولې؟

[] زما د ښي لاس ( میمنې) سرلښکر بلوڅ و، د بالاحصارونو او کلاګانو نقب وهونکي مې هزاره و، د عقبه سورلو مشر مې تورکمن چابک خان و، د زنبورکونو د ټولي مشر مې تاجیک، دا ټول د افغان او افغانستان پرمحور را څرخېدل، هغه ارماني یووالی څه شو؟

[] ماته د ټولې اسلامي نړۍ سترګې وې، شاه ولي الله محدث دهلوي لیک راولېږه، چې مسلمانان د تیريګرو له یوغه وژغورم، تاسو د اسلام په نامه خپل واړه ماشومان او ښځې حلالوئ، دا په کومه اسلامي عاطفه؟

[] ترما درې سوه کاله روسته، خو ترما درې سوه کاله شاته پاتې بچیانو!

په کوم نوم ما خپل بابا بولئ؟

زما له ارمانونو او نامه سره د کومې وفادارۍ دعوې کوئ؟

ایا تر ما او زما تر مدبر لومړي وزیر څخه درې سوه کاله هوښیار شوي یاست؟ نه؟

نو ولې زما له پراخې اېمپراتورۍ په میراث درپاتې یوه لوېشت زمکه یو بل سره وژنئ ، لاهم زما نوم اخلئ او زما عکسونه په دروغجنو دعوو لر وبر کوئ؟

که د خپلې نن و سبا لپاره زما له برم و پرتم، نوم، تاریخي درسونو او ارمانونو څخه ګټه پورته کولای نه شئ، نو زما روح په قبر کې ارام پرېږدئ، تر دې زیات مې مه ځوروئ!

زه د مړ، ناپوهه، بې اتفاقه او روسته پاتې ملت پر مشرۍ شرمېږم.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *