ایا کائینات به مونږ ته اجازه راکړي، چې په جوړښت یې وپوهېږو؟

 ایا کائینات به مونږ ته اجازه راکړي، چې په جوړښت یې وپوهېږو؟

له زرهاوو کلونو راهیسي فزیکپوهان په دې لټه کې دي چې د کائیناتو د پیدا کېدو راز پیدا کړي، خو تر دې مهاله نه یوازې دا چې دا راز یې ندی پیدا کړی، بلکې دومره ترې لرې هم یو، چې پیدا کول یې راته ناممکن ښکاري.

ښه خبره ده چې په ځان باور ولرو او ووایو چې انسانان ناممکن کار ممکن کولای شي، خو کائینات ډېر پراخ دي، دومره پراخ چې مونږ یې تصور نشو کولای. مونږ، زمونږ ځمکه او زمونږ لمریز نظام خو لا پرېږده، د کائیناتو په وړاندې زمونږ کهکشان هم دومره کوچنی دی، چې په هیڅ حساب دی، نو څنګه به دا ممکنه وي چې مونږ د دومره لویو کائیناتو د پیدا کېدو په راز پوه شو؟

خو ښایي د کائیناتو جوړښت مونږ ته دا اجازه راکړي چې مونږ یې د رامنځته کېدو په راز پوه شو، که داسې وي، نو بیا مونږ کولای شو، دا راز پیدا کړو، خو اوس ترې ډېر لرې یو.

دلته بله پوښتنه؛ څنګه به کائینات مونږ ته د پیدا کېدو په جوړښت باندې د پوهېدو اجازه راکوي؟ یا دا اجازه په څه مانا؟

د دې پوښتنې په ځواب کې ویلای شو: ښایي د کائیناتو جوړښت یو بل ته ورته وي، ښايي د کوچنیو او لویو اجسامو رامنځته کېدل یو بل ته ورته والی ولري، یا هم کوم بل دغسې څه… نو بیا به مونږ کولای شو، چې د دومره لویو کائیناتو په جوړښت، د کوچني اجسامو په مرسته څېړنې وکړو.

مونږ د کائینات په جوړښت دومره پوهېږو، چې کائینات د نور تر سرعت په تېز سرعت د پراخېدو په حال کې دي، چې څه نا څه ۱۳.۸ میلیارده کاله وړاندې کائینات ټول په یوه نقطه کې راټول وو، او له همغه ځایه یې شروع کړي، چې دې شروع ته یې بیګ بانګ یا لویه چاودنه ویل کېږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *