د ویټامین E ګټې

 د ویټامین E ګټې

ویټامین E د ویښتانو د رګونو دیوالونه قوي کوي او رطوبت ډیروي، همدارنګه پوسټ شفاف ساتي او له زر زړېدو څخه مخنیوی کوي.

د تر سره شویو څیړنو په اساس، ویټامین E د پوست لپاره ګټور دی. د داخلې التهاب د کمیدو سربیره د پوست د روغتیا لامل کیږي او د ژر زړیدو مخه نیسي.

د دې تر څنګ د پوست د سرطان مخه نیسي.

ویټامین E د سلولونو بیا روغونه ډیروي. د زخم د درملنې، جوش او د  پوست د چرک لپاره کارول کیږي.

نو په طبیعې ډول ویټامین اي د پوست لپاره اړین ده او پوست روغ او ځوان ساتي.

د ویښتانو لپاره د ویټامین اي ګټې:

ویټامین اي د ویښتانو لپاره هم ډیره ګټه لري. دا چې ويټامین اي یو پیاوړی انټي اکسید ده، د ویښتانو محیطې زیان راکموي او ورسره مرسته کوي.

دا ویټامین پوست کې د وینې جریان ډیروې او د پوست رطوبت په طبیعې ډول ساتې.

د پوست د روغتیا لپاره پوست د ویټامین اي په څو څاڅکو غوړ کړئ چې د ښایست سبب یې هم کېږي.

د هورمونونو تنظیمول، او د وزن کمول:

ویټامین ای له چاغښت سره هم تړاو لري. ځینو نویوڅیړنو ښودلې ده چې چاغ خلګ متابولیک سندروم  کیدای شي له نورو څخه ډیر د ویټامین اي د کموالي له خطر سره مخ وي.

همدارنګه ويټامین اي د هورمونونو حرکت تنظیموي.

تر حیض مخکې د سندروم علایمو کمیدل.

څرنګه چې مې وویل، ویټامین اي کوالای شي چې هورمونونه تنظیم کړي، د قاعدګې چرخ هم منظموي.

د دې سربیره، لکه څنګه چې دوو تر درې ورځې مخکې او دوه تر درې ورځې وروسته له حیضه د ویټامین اي ټابلیټ پیل کړل شي، کیدای شي ځیني علایم را کم کړي، لکه نارامي او خپګان.

پر دې سربېره دا ویټامین کولای شي چې درد او د حیض وینه بهیدنه راکمه کړي.

او دا د حیض د دورې د منظموالي لامل کیږي.

د سترګو پیاوړي کول:

کیدای شې چې ویټامین اي د ژیړي لکوو او د ژنراسیون ماکولا اثرات را کم کړي چې د عمر له ډیروالي سره منځ ته راځي.

دا چې ویټامین اي د لیدو لپاره ګټور ده، باید په کافي اندازه ویټامین سي سره وکارول شي.

همدارنګه د ویټامین ای لوړ دوز مصرفول په ورځنې ډول کولای شي چې لید ښه کړي او هغه خلګ چې د سترګو د لیزر جراحې لاندي دي، تیز کړي.

د سرطان خطر کموي:

ویټامین E د سرطان خطر راکموي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *