ځمکې اوبه له کومه کړي دي؟

 ځمکې اوبه له کومه کړي دي؟

دا مونږ چې نن کومې اوبو کاروو، دا له کومه شوې دي؟ ولې اوبو په نورو سیارو کې په سخته پیدا کېږي؟

دا سختې پوښتنې دي، ایا ځمکه په لمړیو کې وچه وه، اوبو یې نه درلودې؟ که یې لمړی اوبه نه درلودې، نو اوس بیا دومره اوبه له کومه شوې دي؟

دا یوه پېچلې پوښتنه ده، چې زیاتو څېړنو ته اړتیا لري، خو دا څېړنې ساینس پوهانو کړې دي او ځیني ځوابونه یې موندلي دي. ځمکې د شاوخوا څلور نیم میلیارده کلونو په موده کې بېلابېل شکلونه خپل کړي دي، او د حرارت درجې یې تغیر کړی دی. که اوبو د ځمکې له جوړښت سره یو ځای موجودې وې، نو بیا د حرارت درجې په تغیر سره او د اتموسفیر نه درلودو له امله ولې دغه اوبه نه بخار کېدلې؟

ساینس پوهان په دې باور دي چې د ځمکې یوه برخه اوبه د ځمکې له جوړښت سره موجودې وې، خو زیاته برخه یې بیا د اسماني ډبرو د ټکر له امله ځمکې ته راغلې دي. ځمکه ۴ میلیارده کاله وړاندې تر ۳.۸ میلیارده کاله وړاندې پورې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه کاله پرله پسې د اسمانې ډبرو له لوري بمبار شوه، او دغو ډبرو له ځان سره اوبو درلودې، له همدې امله ځمکې ته زیاتې اوبو راغلې.

نو ویلای شو: کومې اوبو چې مونږ نن کاروو، میلیاردونه کلونه وړاندې د کائیناتو له لریو برخو څخه ځمکې ته راغلي دي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *