ډارک ویب Dark Web څه شی دی؟ حتمن یې باید په اړه پوه شئ

 ډارک ویب Dark Web څه شی دی؟ حتمن یې باید په اړه پوه شئ

د ډارک ویب نوم به مو ښایي اورېدلی وي او یا به ښایي ورسره ښه بلد یاست، په دې لیکنه کې غواړم چې ډارک ویب ښه دروپېژنم.

ډارک ویب چې پښتو معنی یې تیاره ویب راځي یوه انټرنیټي شبکه ده، چې پکې معمولاً غیر مجازې اعمال تر سره کېږي او زیات خلک ورته لاس رسی نه لري.

په دې شبکه کې د خلکو یا معلومات تعقیب یا هک کول خورا پيچلي یا ستونزمن دي، ځیني کسان چې په دې ویب کې لويي لويي کړنې تر سره کوي، له ویب د باندې په شخصي ژوند باندې یې هیڅوک هم ندي خبر. یانې دلته د هر کارکوونکي هویت ډېر پټ ساتل کېږي.

مونږ له ډېرو ویب سایټونو سره بلد یو او په هر یوه کې په ورځني ډول معلومات، ویډیوګاني، له ملګرو سره اړیکي، پېر او پلور او داسې نور کارونه تر سره کوو، لکه ویکیپېډيا، یوټیوب، ګوګل، امازون او داسې نور…

هغه ویب سایټونه چې مونږ یې پورته نومونه ذکر کړي دي او دې ته ورته په میلیونونه نور ویب سایټونه مونږ کتلای شو، او معلومولی شو چې د دغو چلوونکي څوک دي، که کوم غیر قانوني عمل کوي نو کولای شو په نړیواله محکمه کې ورباندې عریضه وکړو.

خو په ډارک ویب کې چې کوم غیر قانوني کارونه کېږي، هویت یې څوک نشي په ډاګه کولای، په دې انټرنيټ کې ویب سایټونه د IP  په وسیله رمز شوي دي او انټرنيټي پته یې پټه ده.

ډارک ویب له ډيپ ویب سره څه توپیر لري؟

د ډيپ ویب ټول ویب سایټونه په انټرنيټ کې شتون لري خو مونږ ورته د براوزر له لارې نشو داخلېدلی، یانې پټ دي. په ډيپ ویب کې زیاتره بانکي ویب سایټونه او محرمانه معلومات شتون لري، چې هر څوک ورته باید لاسرسی پیدا نکړي.

دیپ وب له معمولي انټرنیټ څخه ډېر پراخ دی، او ډیپ ویب د Clear Web په نامه هم یادیږي.

خو د ډارک ویب، ویب سایټونه بیا د عادي ویب سایټونو په پرتله ډېر پيچلي دي او امنیت یې هم قوی دی.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *