اور څه شى دى؟

 اور څه شى دى؟

اور زموږ د ورځني ژوند د ډيرو مهمو او اساسي ضرورتونو څخه دى. پر اور باندي موږ پخلى كوو، ځانونه په تودوو، په تيارې كي روښنايي ځني جوړوو او داسي نور. خو آيا تاسو كوم وخت د ځانه سره چرت وهلى دى چي اور اساسا څه شي دى او د څه شي څخه جوړ شوى دى؟

لرغوني يونانيان په دې باور وه چي اور د طبيعت د څلورو بنسټي عناصرو څخه دى، لكه اور، اوبه، خاوره او هوا. دوى دا عقيده درلوده چي د طبيعت ټوله شيان د همدغو څلورو اساسي عناصرو څخه جوړ شوي دي. د دې لرغوني نظريې تاثيرد بشر په نورو وروستيو عقايدو كي هم ليدل كيږي، لكه: شيطان د اوره څخه جوړ شوى دى، انسان د خاوري څخه جوړ شوى دى، او داسي نور. له نيكه مرغه موږ په يوويشتمي پېړۍ كي ژوند كوو او د ننني ساينس په واسطه كولاى شو چي دې پوښتني ته صحيح او دقيق ځواب ولټوو.

اور د طبيعت بنسټي عنصر نه بلكه خپله د نورو كيمياوي عناصرو څخه متشكل شوى دى لكه اكسيجن، نايتروجن، كاربن ډاى اوكسايډ، د اوبو بخار او داسي نور. اور اساسا يو مريي (د ليدلو قابل) كيمياوي عكس العمل دي (احتراق) چي په اتموسفير (چاپيريال) كښي د اكسيجن د گاز او سوځيدونكي موادو Fuel لكه لرگي يا تيلو تر مينځ زيږي. طبعا يوازي په يوه اكسيجن لرونكي چاپيريال كي د سوځيدونكي موادو ايښودل اور مينځ ته نشي راوستلاى، بلكه د احتراق د پيل كولو لپاره و تودوخي يا حرارت ته هم ضرورت شته. هره سوځيدونكې ماده ځانته بيله د اشتعال د حرارت درجه لري. مثلا لرگي عموما د ١٥٠ درجې سانتي گريد په شاوخوا كي اور اخلي.

كله چي لرگى د اشتعال تودوخي ته ورسېد، د لرگي د سر ذرات د يو مركب گاز په شكل الوزي چي دې گاز ته موږ دود وايو (دود د هايدروجن، اكسيجن او كاربن څخه جوړ شوى دى). كله چي د دود تودوخه د ٢٦٠ درجو سانتي گريدو و شاوخوا ته ورسيدل، نو د لرگي متشكل ماليكولونه په مينځ كي سره ماتېږي او د دې ماليكولونو اټمونه د هوا د اكسيجن د اټمونو سره په يو ځاى كيدو سره د اوبو بخار، كاربن ډاي اكسايډ او داسي نور گازونه توليديږي. دې عمل ته سوځيدل وايي. د سكرو كاربن هم اوكسيډايز كيږي يا د اكسيجن سره يو ځاى كيږي خو دا عكس العمل د لرگي تر سوځيدلو ډير كرار وي. هم دا وجه ده چي سكاره ډير وخت تاوده پاته كيږي.

د اور د جانبي اثراتو څخه يو يې روښنايي او بل يې حرارت دى. د اور د تداوم دليل هم همدغه دى: د ابتدايي حرارت په نتيجه كي احتراق مينځ ته راځي كوم چي د نور حرارت سبب گرځي كوم چي نور احتراق ته ادامه وركوي.. دغي پروسې ته ځنځيري عكس العمل يا Chain Reaction وايي. تر څو چي سوځيدونكې ماده او اكسيجن موجود وي دغه ځنځيري عكس العمل ادامه پيدا كوي.

كله چي د كاربن اټمونه د اور د حرارت په نتيجه كي هوا ته والوزي نو روښنايي توليدوي چي دغي روښنايي ته لمبه ويل كيږي. د لمبې رنگ د اور په سوځيدونكي موادو او حرارت باندي اړه لري. عموما د لمبې توده ترينه برخه شنه وي، او نسبتا سړې حصي يې نارنجي يا زيړې په نظر راځي.

د لمبې د نامنظم شكل او پورته غورځيدلو سبب د مځكي د جاذبې قوه ده. پر مځكه باندي ټوله د لمبې گازونه نسبت و شاوخوا هوا ته سپک، تاوده او منبسط وي، نو ځكه دا گازونه تل و پورته جهت ته د كښته فشار و خوا ته ځغلي. همدا وجه ده چي د لمبي سر مدام تيره ښكاري او اور عموما پورته خوا ته خپريږي. كه مثلا په یوې فضايي بيړۍ كي اور بل كړو نو لمبه به يې د جاذبي د قوې د نشته والي له كبله گردۍ وښكاري.

راټولونه او ترجمه: ن. ا. ر. پسرلی

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *