د لاندې خوراکونو په وسیله مو پوست ښایسته او شفاف کړئ

 د لاندې خوراکونو په وسیله مو پوست ښایسته او شفاف کړئ

شفاف او ښایسته پوست لرل زمونږ د ټولو هیله ده، خو د دې په ځای چې له کریمو او نورو مصنوعي دواوو څخه ګټه واخلو غوره دا ده چې طبیعي خوارکونه وکاروو. ځکه کریم څومره چې ګټه لري تر هغه زیات جانبي عوارض لري.

وټیامین سي:

ویټامین سي او اي د انټي اکسایډ مهم ویټامینونه دي کوم چې پوست د لمر په وړاندې ساتي. نو د دې ويټامینونو لپاره نارنج او کیوي غوره مېوې دي.

اوبو:

اوبو د انسان په بدن کې یو له تر ټولو مهمو عناصرو څخه شمېرل کېږي، چې زمونږ د بدن په پاکوالي کې مرسته کوي. همدارنګه پوست هم نرم، صاف او انعطاف منونکی ساتي.

ویټامین بې دری:

دا ویټامین له ځواني دانو څخه مخنیوی کوي، چې د پوست د شفاف کېدو لامل کېږي.

زنک

په بدن کې د زنک کمبود د پوست د غوړوالي لامل کېږي او په بدن کې مهم رول لري، نو د دې ويټامین د پوره کولو لپاره باید له بادام او هګیو څخه ګټه واخیستل شي.

ويټامین A:

د دې ويټامین کموالی د پوستوکي د زوړوالي لامل کېږي. ويټامین A په سبزیجاتو لکه پالک، ګلپی او نورو کې پیدا کېږي، همدارنګه په شیدو، هګیو ژیړ او پنیر کې هم په پراخه اندازه شتون لري.

شین چای:

شین چای په زیاته اندازه اکسایډ لري چې د ځواني دانو په له منځه وړلو کې مهیم رول لري.

ويټامین ډي:

ویټامین ډي د پوست د ښه ساتلو لپاره ډېر مهیم دی. دا ویټامین په هګیو، شیدو او لبني محصولاتو کې شتون لري.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *