فضایي هوټل کې به مصنوعي د جاذبې ځواک جوړ شي

 فضایي هوټل کې به مصنوعي د جاذبې ځواک جوړ شي

چېري چي جاذبه ځواک نه وي هلته د مصنوعي جاذبې ځواک جوړول یوازي په هغه صورت کي امکان لري چي جسم په ځان کي څرخي یا دوراني حرکت ولري نو په دغه صورت کي مرکز ته ګرځېدونکی ځواک/ Centripetal Force مصنوعي جاذبه ځواک زېږوي یعني بیا که تاسي د څرخ په هره برخه کي یاست هلته دا نه احساسوئ چي پښې مو اسمان ته دي که مځکي ته. د بېلګي په توګه لکه په لاندي انځور کي چي ګورئ، کله چي څرخ تېز څرخي په نتیجه کي ددې کس د وزن زور یوازي هغه نقطې ته راځي چي دی ولاړ دئ. ځکه خو په فضا کي نوی جوړېدونکئ هوټل د څرخ بڼه لري.

په یاد ولره چي د مځکي په کښتني مدار کي جاذبه ځواک وي یوازي لږ څه کم وي. نړیوال فضایي مرکز چي په همدې مدار کي دئ. ځکه جاذبه ځواک نه لري یو خو د څرخ شکل نه لري بل د څه کم ۲۸۰۰۰ کېلومتره په سرعت د مځکي له چورلښت سره راګرځي. نو فضایي مرکز ګرد عمر داسي ورروان وي لکه مخ د مځکي خوا ته چي تېز لوېږي. په دې صورت کي جعلي ځواک/Pseudo Force د جاذبې ځواک خنثا کوي. بله خبره دا چي په دغه مدار کي باید که هره سپوږمکۍ یا که نوی فضایي هوټل وي باید په دغه سرعت د مځکي د چورلښت سره په ساعت کي د څه کم اته ویشت زره کېلومتره په سرعت راګرځي. کنه نو پر مځکه لوېږي. مګر ددغه څرخ شکله هوټل ښه والی دادی چي کله په دونه سرعت پر مځکه راڅرخي نو د څرخېدو په نتیجه کي به مصنوعي جاذبه ځواک هم پیداکوي.څېړونکي وایي چي په فضایي هوټل کي به لږترلږه دونه جاذبه حس کړئ لکه د سپوږمۍ پر سطحه چي یاست.

میرویس غورځنګ

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *