پالک څه ګټې لري؟

 پالک څه ګټې لري؟

پالک د ویټامینونو او معدني موادو درلودونکی دی، له ډېرو ناروغیو څخه مخنیوی کوي او ښه خوند هم لري. د پالکو کاروونه په اسانۍ سره کولای شي په بدن کې د ویټامین A اړتیا پوره کړي، چې د دې ويټامین پوره کول په بدن کې دفاعي سیستم قوي کوي او د ښه خوب لامل کېږي.د ویټامین A تر څنګ د C, E, K, B6، کلسیم، مګنیزیم، پروټین، اوسپنه، مس او پوتاشیم درلودونکي هم دي.

پالک د بدن لپاره لاندې ګټې لري:

  • د وینې فشار راښکته کول: پوتاشیم چې ډېره اندازه په پالکو کې شتون لري، د وینې د لوړ فشار په لاښکته کولو کې مرسته کوي.
  • د وزن ساتل: د پالکو اوبه په زیاته اندازه فیبر لري، یانې د پالکو یو ګیلاس اوبه درې ګرامه فیبر لري. چې په ورځني ډول یو نارینه انسان ۳۸ ګرامه فیبر او ښځینه انسانه ۲۵ ګرامه فیبر ته اړتیا لري.
  • د هډوکو روغتیا: کله چې د هډوکو د روغتیا خبره یادېږي نو کلسیم یو د هډوکو له مغذي موادو څخه شمېرل کېږي. په ورته وخت کې بیا یوه پیاله د پالکو اوبه کولای شي د هغو کلسیمو دولس سلنه پوره کړي چې یو انسان ورته په ورځني ډول اړتیا لري. دا کولای شي د غاښونو په ښه ساتلو کې هم مرسته وکړي.
  • د ویښتانو قوي کول: د پالکو اوبه د ویښتانو د روغتیا او د پوستوکي د روغتیا لپاره هم ګټوري دي. ځکه پالک ويټامین A, C او اوسپنه لري. ويټامین سي د پوست د ويښتانو لپاره مهم ده او ویټامین اې کولای شي د طبیعي ویښتانو په درلودو کې مرسته وکړي. همدارنګه په بدن کې اوسپني کموالی هم د ویښتانو توېدو لامل کېږي.
  • هضمي سیستم روغتیا: پالک فیبر لري چې له هضمي ستونزو سره مرسته کوي.
  • د زړه روغتیا: د زړه ناروغۍ په نړۍ کې د انسانانو لپاره له مرګوني ناروغیو څخه شمېرل کېږي. د پالکو اوبه ويتامین بې نهه او فولات لري چې مغزي سکته کموي، د شیریانونو دېوال ټینګوي، وینې رګونو نرمښت ساتي، د زړه حملې مخنیوی کوي او په پالکو کې د نیترات شتون کولای شي چې د زړه حملې په رغېدو کې مرسته وکړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *