مایلکل کالینز؛ د اپولو۱۱ تاریخي ماموریت غړی، چې سپوږمۍ ته یې سفر وکړ (لنډ ژوندلیک)

 مایلکل کالینز؛ د اپولو۱۱ تاریخي ماموریت غړی، چې سپوږمۍ ته یې سفر وکړ (لنډ ژوندلیک)

مایکل کالینز په ۱۹۳۰م کال کې د اکتوبر میاشتې په ۳۱مه نېټه د ایټالیا په روم کې زېږېدلی، هغه په ځوانۍ کې د امریکا له هوایي ځواک سره یو ځای شو، او په ۳۸ کلنۍ کې د اپولو۱۱ تاریخي ماموریت لپاره وټاکل شو.

نیل ارمسټرانګ، بازدرین او مایکل کالینز د اپولو ۱۱ ماموریت غړي وو، چې په ۱۹۶۹م کال کې یې دا تاریخي ماموریت په بریالیتوب سره تر سره کړ.

دوی له دېرش ساعته سفر وروسته د سپوږمۍ مدار ته ورسېدل، د اپولو یولس لویه فضايي بېړۍ د سپومۍ په مدار کې پاتي شوه، خو بله کوچنۍ بېړۍ چې د سپومۍ په سطحه د ښکته کېدو وړتیا یې لرله، له لويي بېړۍ جدا شوه او د سپوږمۍ په سطحه یې ناسته وکړه، د مایکل دواړه همکاران د کوچنۍ بېړۍ په وسیله سپوږمۍ ته ښکته شوو، خو مایکل په لویه بېړۍ کې د سپومۍ په مدار کې ورته منتظر پاتي شو.

له همدې امله د مایکل د دواړو همکارانو نومونه په تاریخ کې د لمړنیو سپوږمۍ ګرځېدونکو فضانوردانو په توګه ثبت شول، خو مایکل د دې ماموریت یو هېر شوی کس وو.

مایکل کالینز د فضا په هکله بېلابېل کتابونه هم لیکلی دي، چې د (یوه فضانورد سفرونه) کتاب یې تر نورو ډېر مشهور دی او په دې کتاب کې یې د سپوږمۍ د سفر خاطرې هم لیکلي دي.

د مایکل دا کتاب په ۱۹۷۴م کال کې چاپ شو.

نوموړي د ناسا له پرېښودو وروسته یو څه وخت په دولتي ادارو کې کار وکړ او بیا تر ۱۹۷۸م کال پورې د متحده ایالاتو د فضایي موزیم مدیر هم پاتي شو.

مایکل د ۲۰۲۱م کال د اپرېل میاشتي په ۲۸مه نېټه د نوي کلونو په عمر مړ شو.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *