هغه خوراکونه چې د سګریټو په پرېښودو کې مرسته کوي

 هغه خوراکونه چې د سګریټو په پرېښودو کې مرسته کوي

سګریټ د بدن لپاره بېلابېل زیات زیانونه لري. باید همدا نن پرېښودل شي، خو معلومه خبره ده چې پرېښودل یې سخت دي، خو دغه هم بهانه نشي کېدای، ځکه د سګریټو پرېښودلو لپاره داسې لارې هم شتون لري چې په اسانۍ سره پرېښودل شي. د نیکوټین ټابلیټ، ورزش کول او ګټور خواړه کولای شي، د سګریټو په پرېښودو کې مرسته وکړي.

  • یوه میاشت یو لیټر د رومي بانجانو اوبه څښل کولای شي د سګريټو په پرېښودو کې زیاته مرسته وکړي، ځکه روميان په بدن کې د نیکوتین اړتیا پوره کوي.
  • شیدې او لبنیات: زیاتره هغه کسان چې سګریټ څکوي شیدې نه څښې، ځکه شیدې د سګریټو طعم له منځه وي. نو کله مو چې سګریټ ته اشتهاو وشوه، له هغه مخکې لمړی شیدې یا مستې وخورئ او له هغه وروسته سګریټ وڅکوئ، په دې سره به مو د خولې خوند ډېر خراب کړي او له سګریټو نه به مو نفرت پیدا شي.
  • د نارنج اوبه او انګور: د سګریټو څکول په بدن کې ویټامین سي له منځه وړي او نیکوټین ډېروي، نو که تاسو غواړئ چې سګریټ پرېږدئ د نارنج اوبه او انګور ډېر وکاروئ.
  • سبزيجات: سبزیجات تاسو سره مرسته کوي چې سګریټ په اسانۍ سره پرېږدئ نو هڅه وکړئ چې بېلابېل سبزیجات وکاروئ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *