د نړۍ راتلونکې روښانه او یا که تیاره اټکل کولای شو؟

 د نړۍ راتلونکې روښانه او یا که تیاره اټکل کولای شو؟

هرو مرو به مو فکر کړی وي چې نړۍ به په راتلونکي لسو کلونو کې څه ډول وي؟ او کوم بدلونونه به په کې راشي؟ یا هم لږ ډېر راتلونکي مثلاً: پنځوس کاله، یا هم سل کاله او یا هم له دې زیات یانې زر کاله وروسته به نړۍ څه ډول وي.

د راتلونکې وړاندوینه کاملاً ناشوني ده، سخته به وي چې مونږ د راتلونکې په هکله فکر وکړو او یا یې وړاندوینه وکړو. لکه څنګه چې دا کار په تېر کې ناممکن وو، یانې په تېرو وختونو کې هیچا هم د راتلونکې سمه وړاندوینه نده کړې. ښه بېلګه یې تېر ۲۰۲۰م کال دی، ښايي هر چا به فکر کول چې ۲۰۲۰م کال به تر تېرو کلونو پرمختللی وي، خو یوې پېښې (کورونا) هر څه تغیر کړل، او دا کال یې په یوه وحشت ناک کال بدل کړ. نو همداسې مونږ د راتلونکې په هکله وړاندوینه نشو کولای، خو حداقل اوسني وضعیت، ساینس، ټیکنالوژي او نړۍ ته متوجه ستونزو ته په کتو سره کولای شو، څو بېلابېلې وړاندوینې وکړو.

زه به په دې لیکنه کې درې هغه وړاندوینې ولیکم، چې ډېری وخت یې د مشهورو ساینسو پوهانو او فیلسوفانو په کتابونو یا هم د هغو په مرکو کې اورم:

  • د نړۍ روښانه راتلونکې: دا هغه وړاندوینه ده چې د زیاترو ساینسپوهانو تر څنګ په نړۍ کې ډېری عام خلک هم پرې باور لري. د دې وړاندویني له مخې ویل کېږي:
    • ساینس: ساینس به د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته هغه سختې مسئلې هم حل کړي، چې تر اوسه یې حل کول سخت یا ناممکن ښکاري. مونږ به وکولای شو د کائیناتو پیل او په نړۍ کې د انسانانو د نسل د پیدایښت ډول ثبوت کړو، نورو سیارو ته به سفرونه وکولای شو، په فضاء کې به د ځان لپاره نباتات وکرو (چې ناسا په نړیوال فضایي تمځای کې تجربه کړي هم دي)، نورګازونه به اکسیجن ته تبدیل کړای شو، تر څو مونږ یې تنفس کړو (ناسا په مریخ کې تازه دا تجربه هم ترسره کړه)، په فضا کې به لنډلارې کشف کړو(لنډ لارې یا Wormhole په فضا کې هغه تونل ته ورته لارې ته ویل کېږي چې لرې کهکشانونه سره نښلوي، تر اوسه کشف شوي ندي خو د وړاندوینو له مخې ویل کېږي چې ښايي شتون ولري) او نورو کهکشانونو ته به تګ اسانه شي، د وخت ماشینونه به جوړ کړو او وخت سفر به ممکن شي. ښایي له نورو فضايي موجوداتو سره دوستانه اړیکې جوړې کړو او داسې نور…
    • ټیکنالوژي: د ټیکنالوژي برخه کې به هم پراخې لاسته راوړنې ولرو، مثلاً په اکسیجن چلېدونکي او په مصنوعي ځیرکتیا سمبال موټرونه، الوتکې او کښتۍ، ځیرک ښارونه، روباټیک ډاکټرونه چې هره ورځ به انسانان چک کوي او د مریضیو د مخنیوي لپاره به ورته د درملو سپارښتنه کوي چې په دې سره به د انسانانو د عمر اوسط هم لوړ شي. او دې ته ورته ښایي داسې لاسته راوړنې هم ولرو چې اوس یې وړاندوینه نشو کولای.
    • اقتصاد: په نړیوال اقتصاد کې به هم پراخ بدلونونه راشي، مثلاً کریفټو کرنسۍ به د پیسو ځای ونیسي، انلاین پېر او پلور به عام شي، هغه منابع چې په ځمکه کې په کمه کچه پیدا کېږي، له نورو سیارو به یې راوړو، هر انسان به شتمن شي او…
  • درېیمه نړیواله جګړه به پېښه شي: د راتلونکې په اړه چې یوه لویه اندېښنه شتون لري هغه د درېیمي نړیوالي جګړې پېښېدل دي، ښایي دا خبره درته سمه ښکاره نشي، خو ګڼ داسې دلایل شتون لري چې درېیمه نړیواله جګړه ممکنوي: یو لوی دلیل یې دا دی چې په نړۍ کې به د اولیه موادو منابع کمې شي، د منابع کموالی ځکه لویه ستونزه ده چې د نړۍ نفوس ډېر په لوړ سرعت د ډېرېدو په حال کې ده، یانې نړۍ په نورمال ډول په یوه وخت کې د ۵ میلیارده انسانانو لپاره د ژوند اولیه مواد برابرولی شي،  خو اوس د نړۍ د انسانانو شمېر نږدې اووه نیم میلیارده دی، او دا شمېر ښايي تر راتلونکې اتیا کلونو پورې تر ۱۱ میلیارده پورې ورسېږي، نو بیا هیڅ امکان نه لري چې نړۍ دي په یوه وخت کې د یولس میلیارده انسانانو لپاره اولیه مواد چمتو کړي، نو دا به د یوې نړیوالي ګډوډۍ لامل شي. د نړۍ نفوس د شلمې پېړۍ په پیل کې نږدې یو نیم میلیارد وو، او یوازې په شاوخوا سلو کلونو کې شپږ میلیارده ډېر شوی دی. د منابعو د کمښت په سر جګړه ډېر زیات امکان لري او دا جګړه به د حکومتونو تر منځ نه بلکې د انسانانو تر منځ وي.
  • طبیعي پېښې: طبیعي پېښې هغه څه دي چې د نړۍ په تاریخ کې یې تر بل هر څه ژوندي موجودات ډېر اغېزمن کړي دي، مثلاً: د تکامل تیوري، یا هم زیاتره ژوندي موجودات چې د ځمکې د چاپیریال له تغیر سره یې ځان نشوای بدلولای نسلونه یې له منځه تللي، او د دې تر څنګ؛ له ځمکې سره د اسماني کاڼو ټکر، چې پنځه شپیته میلیونه کاله وړاندې یې ډایناسوران هم له منځه وړي دي.

اوس مهال نړۍ ته دوه ډوله طبیعي پېښې خطر پېښولای شي:

 لمړی: د تودوخې درجې تغیر: دا هغه څه دی چې د ترسره کېدو امکان یې تر بل هر څه زیات دی، او د دې لپاره دوه ستر لاملونه شتون لري:

  • لمړی: د ونو او ځنګلونو له منځه تلل: انسانان په خپل لاس وني وهي، او له منځه یې وړي او یا هم په لویو ځنګولونو کې اور لګېدني په کم وخت کې د ځنګلونو ډېرې لویي برخې سوځوي، چې ښه بېلګه یې تېر کال د امازون ځنګل کې اور لګېدنه وه. دا ډول پېښې په طبیعت او بیا په ځانګړي ډول د تودوخې درجې په لوړوالي او د ځمکې د اتموسفیر د ګازونو په خرابېدو مستقیه اغېزه لري.
  • دوهم: په ځمکه د لویو صنعتي فابریکو کارونه: په نړیواله کچه ډېرې زیاتې فابریکې دي چې د معدنونو او دې ته ورته نورو کارونو په ترسره کولو سره په ورځني ډول باندې ډېر زیات بېلابېل خطرناک ګازونه د ځمکې اتموسفیر ته خوشي کوي، دغه ګازونه د ځمکې د تودوخې په درجه او اتموسفیر ډېره اغېز لري، د هغه تر څنګ د ځمکې په اوزون طبقه چې مونږ د لمر له خطرناکو وړانګو ساتي، هم بده اغېز لري، د دغو فابریکو کارونه، د ځنګلونو کمېدنه او ځیني نور دلیلونه د دې لامل شوي چې په وروستیو کلونو کې د تودوخې درجه ډېره لوړه شي او لا هم لوړېږي. تېر لس کلونه د انسانانو په وسیله د ثبت شویو هرو لسو کلونو په پرتله د ځمکې د حرارت درجه ډېره لوړه وه، او که کنټرول نشي همداسې به دوام ولري، چې ښایي تر راتلونکې نږدې یوې نیمې پېړۍ پوري به د نړۍ د حرارت درجه دومره لوړه شي چې نور به د انسانانو لپاره د ژوندي پاتي کېدو لپاره مناسبه نه وي، د دې تر څنګ به د ځمکې د شمالي قطب او جنوبي قطب یخي هم اوبه شي او د دې خاوریني سیارې وچې ځمکې به کمې شي، خو له بده مرغه په ورته وخت کې به د انسانانو نفوس نږدې دوه چنده نور هم ډېر شوی وي…

دوهم: د اتموسفیر تغیر: دا یوه طبیعې پېښه ده چې د میلیونو کلونو په موده کې د بېلابېلو دلایلو له مخې په هره سیاره کې د تر سره کېدو امکان لري، یو وخت ځمکې دا اکسیجن چې اوس یې مونږ تنفس کوو، نه درلود، بېلابېل دلایل د دې لامل شول چې د ځمکې اتموسفیر د اکسیجن له ګاز نه ډک شي، دا هم امکان لري چې یوه ورځ دغه حالت تغیر شي او ورو ورو د ځمکې اتموسفیر د یو بل ګاز له لوري اغېزمن شي، دا حالت (د ستورو منځ یا Interstellar) فلم کې هم ښودل شوی دی.

درېیم: اسماني کاڼي: ښایي د پنځه شپیته میلیونه کلونو مخکې په څېر یو ځل بیا له ځمکې سره اسماني کاڼی ټکر وکړي او هر څه له خاورو سره خاوري کړي.

سرچینې:

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *