ولې مو هېرېږي؛ څه مې غوښتل چې ووایم؟

 ولې مو هېرېږي؛ څه مې غوښتل چې ووایم؟

هرومرو به مو تجربه کړي وي چې ځیني وخت مو هغه خبر هېره شي، چې غوښتل مو وې کړئ. کله مو هم فکر کړی چې لامل یې څه شی دی؟

کله چې مونږ په یو وخت کې د څو شیانو په هکله فکر کوو، نو بیا مو ځیني خبرې له یاده وځي، ځکه زمونږ ذهن نشي کولای چې په یو وخت کې په څو بېلابېلو موضوعات تمرکز وکړي. خو مونږ دا کار هم کولای شو، زمونږ ذهن د یوه قوي کمپیوټر په څېر دی، د دې وړتیا لري چې په یو وخت کې څو کارونه تر سره کړي، خو یو څه به هرومرو ګډوډېږي. خو که مونږ خپل تمرکز په یوه موضوع وکړو، نو بیا مو نه موضوع هېرېږي او نه کارونه ګډوډېږي.

هغه انسانان چې عمرونه یې کم وي ذهني توان یې هم نسبت هغو کسانو ته کم وي چې ترې د عمر په لحاظ لوی دي. نو له همدې امله د هغوی په پرتله کمه انرژي هم مصرفوي.

هغه کسان چې د عمر په لحاظ کم وي ښايي ذهن یې په یوه وخت کې یو کار هم په سم ډول ترسره نشي کړای، خو څومره چې لوېږي او ذهني تمرین کوي په همغه کچه یې ذهن قوي کېږي، او په یوه وخت کې د ډېرو کارونو تر سره کولو وړتیا تر لاسه کوي.

لکه څنګه چې د فوټبال یو لوبغاړی له ذهني تمرین پرته نشي کولای چې ښه لوبه ترسره کړي، همدارنګه یو ځوان هم له ذهني تمرین پرته سم فکر او تحلیل نشي کولای. او همدارنګه یو لوبغاړی چې د لوبې په میدان کې وي، نشي کولای چې هم لوبه ترسره کړي او هم له خپل ملګري سره خبرې وکړي، ځکه باید په یوه شي تمرکز وکړي، نو همداسي تاسو هم نشئ کولای چې دوه ذهني کارونه په یوه وخت کې ترسره کړئ، ځکه ذهن مو باید په یوه کار تمرکز وکړي.

نو یوه خبره مو هغه وخت هېرېږي چې تاسو هم غواړئ همغه خبر وکړئ او په ورته وخت کې د یو بل څه په اړه هم فکر کوئ.

نو کله چې مو ذهن په یوه وخت کې دوه ځایه مصروفېږي انرژي یې هم کمېږي او په دې سره یې یوه خبره له یاده وځي، که تاسو غواړئ چې بیرته یې ذهن ته راولئ، نو ژوره ساه واخلئ او ارام اووسئ، ښايي ذهن مو انرژي بیرته ترلاسه کړي او خبرې مو په یاد شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *