له ځان سره په لوړ اواز خبرې کول ښه کار دی که رواني ستونزه؟

 له ځان سره په لوړ اواز خبرې کول ښه کار دی که رواني ستونزه؟

هر څوک له ځان سره خبرې کوي، دریاد یې کړه، حتمن تا هم ځان سره خبرې کړي دي؛ مثلاً: ولې داسې ستړی یم؟، دا څونه ناوخته سو؟، دا څه جالبه نړۍ ده؟ او… هر څوک له ځان سره خبرې کوي، زیاتره یې په زوره خبرې کوي او ځیني ځیني بیا پټ ځان سره خبرې کوي. په دې لیکنه کې به دا ووایو چې د دې دوه ډوله کسانو تر منځ څه توپیر شته؟

هغه کسان چې له ځان سره خپلې خبرې په لوړ غږ تکراروي، په خپل کار ډېر باور لري. هغه څوک چې درس په لوړ غږ تکراروي تر نورو یې ښه سر پرې خلاص وي، هغه کسان چې خپل پلان له ځان سره په لوړ غږ تکراروي په خپلې بریا باور لري.

د دې لپاره چې بریالي شئ، خپل پلانونه او مثبت ټکي مو په یوه سپینه ورقه ولیکئ او هندارې ته ودرېږئ، په لوړ یې ورته ووایاست، یا هم که غواړئ چې درس مو په سم ډول زده شي، د درس له زده کړې وروسته هغه هندارې ته تشریح کړئ. دا به تاسو سره مرسته وکړي چې هر څه مو په ذهن کې ښه پاتي شي.

منفي فکرونه مو له ذهن نه وباسئ، یوازې مثبت فکر وکړئ، باور ولرئ چې بریالي کېږئ. ځان له هیچا سره مه پرتله کوئ، ځکه هغه ښې ګڼې چې تاسو یې لرئ ښایي بل په هیچا کې نه وي. تاسو ښایي تر نورو بریا ته ډېر نږدې یاست، خو یوازې منفي فکرونه دي چې ستاسو د پرمختګ مخه یې نیولي ده.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *