د بېلابېلو مېوو د پوست ګټې

 د بېلابېلو مېوو د پوست ګټې

د مېوې پوست هم لکه د مېوې په څېر بېلابېلې ګټې لري. تاسو به ښایي له دې مخکې د مېوو پوست په کثافتداني کې اچول، خو اوس یې په ګټو خبر شوئ، نور باید ترې ګټه واخلئ.

دا ګټې یې په لاندې ډول دي:

د لیمو او نارج پوست:

که غواړئ چې د ځواني دانو او جوش له شره خلاص شئ نو د لیمو او نارنج له پوست څخه ګټه واخلئ. د لیمو او نارنج په پوست کې په زیاته اندازه انټي اکسایډ شتون لري چې کولای شي د ځواني دانو او جوش په له منځه وړلو کې ګته وکړي.

د مالټې د پوست ګټې:

د مالټي پوست کارول مو مخ له زړېدو او خرابوالي ساتي.

د کېلې پوست:

د مخ د حرارت درجې منظمولو لپاره د کېلې له پوست څخه ګټه واخلئ. هره ورځ خپل مخ او غاړه د همدې پوست په وسیله مالش کړئ.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *