د سردرد طبیعي درملنه؛ اته اغېزمنې لارې

 د سردرد طبیعي درملنه؛ اته اغېزمنې لارې

Unhappy girl in a bedroom

سردرد یوه لویه ستونزه ده، چې ځیني کسان هره ورځ له دغې ستونزي سره مخ کېږي، او زیاتره بیا په اوونۍ کې یوه یا څو ورځې له دې ستونزې کړېږي. سردرد بېلابېل ډولونه هم لري.

که څه هم د سردرد لپاره بېلابېل ډوله درمل هم شتون لري، خو دلته به یې مونږ درته طبیعي لارې هم وښیو، ځکه طبیعي لارې تر درملو غوره او کم جانبي عوارض لري.

  • اوبو وڅښئ: په بدن کې د اوبو کموالی د سردردي لامل کېږي. څېړنو ښودلي چې په بدن کې د اوبو کموالی د سردردي لامل کېږي، نو که چېرته ستاسو سردرد هم له همدې امله وي نو د اوبو له څښلو وروسته به مو له څو دقیقو تر دریو ساعتونو پوري د سردرد مکمل ښه شي.
  • الکول مه څښئ، یا یې کم کړئ: ځیني وخت په هغو کسانو کې چې دوامداره الکول څښي، د سردرد لامل یې کېږي. نو غوره ده چې څښل یې بند کړل شي او یا هم کم کړل شي.
  • خوب مو پوره کړئ: د خوب کموالی د بدن لپاره د نورو ستونزو تر څنګ د سردردي لامل هم کېږي. څېړنو په ډاګه کړې ده، هغه کسان چې په ۲۴ ساعتونو کې تر ۶ ساعته کم خوب کوي دوامداره سردردي لري. خو ډېر خوب هم بیا د سردردي لامل کېږي. نو تاسو باید هره ورځ له ۷ تر ۹ ساعتونو پوري خوب وکړئ، چې ډېر مناسب خوب بلل کېږي.
  • د اړتیا وړ غوړي وکاروئ: هغه غوړي چې له طبیعي بوټو څخه جوړ شوي وي غوره درمل دي.
  • ويټامین بې کمپلکس تجربه کړئ: ويټامین بې ډله د محلولې موادو مهم مغذي مواد دي چې په بدن کې ډېر مهم رول تر سره کوي. د بېلګې په ډول؛ د عصابو له لېږدوونکو سره مرسته کوي تر څو خوراک په انرژۍ بدل کړي. همدارنګه ځيني ويټامین د سردردي مخه هم نیولای شي. څېړنې په ډاګه کوي چې د ویټامین ډي ډله چې ټول اته ګروپه لري، د بدن د نورو برخو تر څنګ د سردردي لپاره هم بې خطره او ګټور دي.
  • د اوبو په یخي ټوټې سره د سر درد ارام کړئ: کله چې تاسو په سر باندې یو لمده یخه ټوټه ږدئ، نو هغه د التهاب د کموالي او د عصابو په رګونو کې د ویني د جریان د تېزوالي لامل کېږي، چې دا ټول د سر درد کموي.
  • سم خوراکي ریژیم وټاکئ: تاسو باید خوراکي ريژيم منظم کړئ او هغه څه چې د سردردي لامل مو کېږي باید له خوارکي ريژيم څخه یې وباسئ.
  • چای یا کافیئن لرونکې قهوه وڅښئ: هغه څښاک چې کافیئن لري لکه چای او کافیئن لرونکې قهوه، کولای شي د سر درد کم کړي. کافيئن د خلکو د اخلاقو، خوصلې او هوښیارۍ په ډېرولو کې هم مرسته کوي. که تاسو غواړئ چې د سردردي په وخت کافیئن وکاروئ، نو زیات مه کاروئ، ځکه د بل هر څه په څېر که کافیئن هم زیات وکارول شي زیان لري.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *