ولې په نیمه شپه کې وږي کېږئ؟

 ولې په نیمه شپه کې وږي کېږئ؟

لیدلي او یا هم تجربه کړي به مو وي چې په نیمه شپه کې له خوبه پاڅئ او بې اندازې زیات وږي یاست. کله مو هم فکر کړی چې ولې سړی په نیمه شپه کې وږی شي؟

لوږه یو بېړنی احساس دی، یانې کېدای شي چې د بدن وضیعت مو بدل کړي. له خوبه مو پاڅوي او مجبور مو کړي چې په نیمه شپه کې په اشپز خانه کې دیګونه وپلټئ. که دا حالت څو ورځې پرلپسې دوام وکړي نو د ستونزي لامل کېږي او نه یوازې دا چې بد عادت دی، د خوب کیفیت مو هم خرابوي. مجبور یاست چې حل ورته پیدا کړئ. دلته به یې مونږ درته حللاره وښیو، خو غوره حللاره یې د خوراکي ریژیم تغیرول دي.

ولې مو له خوبه پاڅوي؟

تاسو ارام ویده یاست، خو د بدن غړي مو فعالیت کوي، هغوی د هر فعالیت لپاره انرژۍ ته اړتیا لري، او دا انرژي د خوړو له لاري پوره کېږي.

دا ستونزه د زیاترو کسانو په خوراکي ريژیم پوري تړلي وي، مګر ډېری وخت د ځینو درملو خوړلو له امله هم دغسي ستونزې پیدا کېدای شي.

ښایي درته جالبه معلومه شي، خو ډېر خوراک هم د شپې د وږي کېدو لامل کېږي، په ځانګړي ډول هغه خوراک چې نشایسته او شکر ولري. ځکه دا له حده زیات د ویني د شکر لامل کېږي، همدارنګه پانکرانس د انسولین هورمون په تولیدولو سره د ویني طریقه کموي او د لوږي لامل کېږي.

که غواړئ چې پوهه شئ له خوب مخکې باید څه وخورې نو لاندې لینک شوې لیکنه ولولئ.

څېړونکي هم سپارښتنه کوي چې له خوبه وړاندې هغه مغذي خواړه وخورئ چې له ۲۰۰ کمه کالوري ولري، دا کولای شي چې میتابولیزم ښه کړي او د لوږي مخه ونیسي.

د خوب کموالی

د خوب کموالی یو بل له هغو لاملونو څخه دی چې په نیمه شپه کې د لوږي لامل کېدای شي. د خوب کموالی کېدای شي د ویني شکر کم کړي. او همدارنګه زیاتره وخت د خوب کموالی د شپې د لوږې لامل هم کېدای شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *