كاينات په څه شى كښې پراخيږي؟

 كاينات په څه شى كښې پراخيږي؟

په اوسنۍ كاينات پېژندنې Modern Cosmology كښې د كايناتو پراخېدنه يا انبساط يو دقيق او مشخص تعريف لري چې د فريډمن Friedmann په معادله كښې افاده شوى دى كوم چې د آينشټاين د عام نسبيت د انحنا اختيارونكي فضاوخت او د مادې سره د متعادلې انرژۍ د رابطې د ډگري معادلې څخه را ايستل شوې ده.

په نوموړې كښې د انبساط څخه موخه د بشپړ فضاوخت يعنى بشپړې فضا يا بشپړي خلا يا تشيال د ”صحن” انبساط دى چې سراسري كاينات په بر كښې نيسي، نه د كايناتو يوه برخه يا برخې. لهذا د ”كاينات په څه شى كښې پراخيږي؟” پوښتنه بې مفهومه ده، ځكه چې د ”كايناتو” څخه دلته موخه له ”هرڅه” څخه ده. د ”كاينات په …. كښې” په ويلو سره سمدلاسه كاينات د بل څه برخه گرځي، لهذا خبره خپل منطقي ارزښت له لاسه وركوي (د نوموړې تيورۍ په چوكاټ كښې).

څنگه موږ د كايناتو پراخېدنه په ذهن كښې مسجمولاى شو او سر په خلاصولاى شو؟ عموما د خاللرونكې بوغۍ (پوكانې) د پړسولو يا په داښ كښې د پخېدلو په حالت كښې د كشمش لرونكې كېك د انبساط بېلگې كارول كيږي، په كوم كښې چې خالونه او كشمش د آسمانټولگيو او بوغۍ او كېك د تشيال استازيتوب كوي. خو دا بېلگې دقيقې نه دي، ځكه چې نوموړې بوغۍ يا كېك دواړه له ځان څخه بهر په بل چاپيريال كښې منبسطيږي، نو پوښتونكى بيرته خپلې لومړنۍ پوښتنې ته هڅيږي.

د كايناتو د پراخېدني تر ټولو ښه او عيني ثبوت په ټيليسكوپ كښې كايناتو ته كتل او د ډوپلر د اغېزې Doppler Effect له امله د آسمانټولگيو د وړانگو ”سره ته انتقال” red shift دى چې زموږ د درې بعده فضايي افق په تمامو جهاتو كښې مشاهده كيداى شي او زموږ څخه د آسمانټولگيو ليري كېدل په نښه كوي (لكه د خاللرونكي بوغۍ د پړسولو په مثال كښې د بوغۍ د لبړ د انبساط له كبله د خالونو يو له بله ليري كېدل).

د ډوپلر د اغېزې تشرېح او د كايناتو د انبساط په اړوند نور معلومات د ”څه شى، څنگه او ولې؟” په كتاب كښې لوستلاى شئ.

ن. ا. پسرلی

د (څه شی، څنګه او ولې؟) کتاب دلته ډاونلوډ کړئ.

ډاونلوډ کړئ

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *