د كايناتو تر زوكړې وړاندې څه وه؟

 د كايناتو تر زوكړې وړاندې څه وه؟

دا پوښتنه په ساينس كښې تر اوسه په قاطع ډول نه ده ځواب شوې خو د نن په كاينات پېژندونكو كښې يې په اړوند په عمومي ډول دوه آنده شتون لري.

لومړى دا چې په اثبات شوي كاينات پېژندنې كښې د كايناتو زوكړه د ستر درز Big Bang په پېښې كښې صورت نيسي چې فيزيك يې د آينشټاين د عام نسبيت د تيورۍ څخه استخراج شوى دى په كوم كښي چي تمامه فيزيكي هستي يعني بشپړه فضا، ماده، انرژي او وخت د آينشټاين په ډگري معادلاتو كښي افاده كېږي. لهذا د نوموړي معادلې پر اساس په ستر درز كښي بشپړ كاينات، يعني هر څه، يعني ټوله فضا، ماده، انرژي او وخت په يوې واحدي نقطي كښي منقبضېږي چي تفرد Singularity ورته ويل كېږي. پام مو دى چي وخت هم د تفرد يوه برخه ده؟ نو استدلال كيږي چې”تر ستر درز وړاندې” عبارت منطقي مفهوم نه لري ځكه چې ستر درز خپله د وخت پيل دى. نامتو فيزيكپوه سټيفن هاكينگ يو ښه مثال وركوي او وايي چي: ”تر ستر درز وړاندې څه وه؟” داسي يوه پوښتنه ده لكه څوك چي وپوښتي چې: د شمالي قطب شمال ته څه واقع دي؟ شمالي قطب د شمال شمالي ترينه نقطه ده، لهذا شمالي قطب شمال نه لري. په همدې ترتيب ستر درز هم د وخت لومړنۍ شېبه ده، نو ”تر ستر درز وړاندې” عبارت هم منطقي مفهوم نه لري.

دوهم كه فرض كړو چې ستر درز د كايناتو د تاريخ لومړنۍ پېښه نه وه او تر هغه مخكې هم نورې پېښې يا درزونو تېر شوي دي، نو دا استدلال لايتناهي تېرو (ماضي) ته لاره مومي چې د ”تلپاته پاړسوب” Eternal Inflation تيوري يې دقيق فيزيكي ماډل ترسيموي. د ”تلپاته پاړسوب” تيوري د ”پاړسوب” Inflation پر تيورۍ باندې ولاړه ده، كوم چې زموږ د كايناتو سراسري يوشانوالى او په فضا كښې د كتلې او انرژۍ مساويانه وېش تشرېح كوي او د نړيوال د مايكرووېف د شاليد تشعشع د گرافCosmic Microwave Background Radiation له لارې تاييد شوې او اثبات شوې تيوري ده. د پاړسوب تيوري وايي چې زموږ كاينات تر زوكړې وروسته سمدلاسه د يو ډېړ گړندي او عظيم پاړسوب تر پروسې لاندې راغلل په كوم كښې چې د كايناتو حجم د سترگو د رپ تر مودې ډېرې لنډې مودې كښې د اټم د بره نه خورا كوچني بره څخه د اوسني د ليدلو د قابلو كايناتو نه غټ بره ته وپړسېد. ښه، اوس نو ”تلپاتى پاړسوب” وايي چې دغه بېسارۍ او گړندى پاړسوب كه څه هم زموږ په نړۍ يا كايناتو كښې تم شوى دى خو په نورو متوازيو نړيانو يا كايناتو كښې چې د ”ملټيورس” Multiverse يا ”د نړيانو د نړۍ” نورې برخې دي اوس هم روان دى او مدام به روان وي. ملټيورس د انرژۍ يو لايتناهي او بې سر او پايه سمندر دى چې مدام كوانټم تعاملات پكښې روان وي او هره شېبه ستر درزونه پكښې كيږي او نوې نړيانې پكښې زيږي.

وخت د ملټيورس په كچه څه معنا وركوي؟ ويل كيږي چې ممكن وخت د تودوخې په څېر صرف په ځانگړو فيزيكي شرايطو او حالاتو كښې شتون ولري او معنا وركړي.

تودوخه څه شى دى؟ تودوخه په چاپيريال كښې د ماليكولونو د خوځښت څخه رامېنځ ته كيږي. كله چې په كوم چاپيريال كښې د ماليكولونو د خوځښت اوسط سرعت لوړ وي موږ هغه چاپيريال تود حسوو او برعكس كله چې نوموړى خوځښت كرار وي موږ هغه ځاى سوړ احساسوو. ښه، كله چې ماليكولونه اصلا شتون ونلري، خوځښت يې هم شتون نلري، لھذا تودوخه هم شتون نلري او خپله معنا له لاسه وركوي. په همدې ترتيب، ويل كيږي چې وخت هم صرف د ستر درز څخه وروسته د مادې په شتون سره شتون او معنا پيدا كوي. تشې انرژۍ ته وخت هیڅ معنا نلري. مثلا رڼا (چې تش انرژي ده) هيڅ وخت نه تجربه کوي (نسبيت).

كه د دې ليكنې په لغتونو او ټرمينالوژۍ باندې مو سم سر نه خلا صيږي يا د ذكر شويو تيوريانو په هكله د نور بنسټي لوست اړتيا احساسوئ، نو د ”څه شى، څنگه او ولې؟” د كتاب لوست مو ممكن په گټه تمام شي، چې برېښنايي كاپي يې د لاندې لينك څخه په وړيا توگه ترلاسه كولاى شئ.

ن. ا. پسرلی

کتاب دلته ډاونلوډ کړئ:

ډاونلوډ

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *