څنګه د ماسک له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو مخه ونیسو؟

 څنګه د ماسک له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو مخه ونیسو؟

د کورونا له امله به مو هرو مرو له ماسک څخه زیاته ګټه اخیستي وي، او ښایي یو ډول ستونزې یې هم درته جوړې کړي وي، که تاسو له داسې ستونزو څخه کړېږئ، نو دا لیکنه ستاسو لپاره ده.

د کورونا له امله د ماسک کارونه دومره زیاته شوه، چې مخکې به یې ښایي هیچا هم وړاندوینه نه وه کړې، خو د ماسک زیاته کارونه هم ښه نده، ځکه ځیني خلک ورسره حساسیت پیدا کوي. د بېلګي په توګه؛ جوش، سوروالی او د پوستوکي التهاب. نو له همدې امله یې ښايي د ځینو کسانو په ښایست هم منفي اغېز کړي وي.

د ماسک له امله یوه رامنځته کېدونکې ستونزه د پوستوکي وچوالی دی، پوست د ماسک سره نښتی وي، چې د پوستوکي د صافي هوا مخه نیسي، او د بکتریاوو ودې ته زمینه برابروي.

حل لارې

  • د ماسک اندازه ډېره مهمه ده، یانې ماسک باید ډېر لوی یا ډېر کوچنی نه وي، ځکه که ډېر لوی وي بیا ګټور نه وي او که ډېر کوچنی وي بیا د غوږو په شا فشار راولي.
  • پنبه يي ماسک د پلیسټري مسک په پرتله ښه ده او کم عوارض لري.
  • که تاسو له کورنیو ماسکونو څخه ګټه اخلئ نو هرومرو ورته فکر وکړئ چې ماسک له هر ځل کارولو وروسته ومینځئ، او فکر مو وي چې د مینځلو په وخت کې کیمیاوي مواد مه کاروئ.
  • که مو په مخ ځواني داني پیدا شوې نو هڅه وکړئ چې د ډاکټر په مشوره کریم وکاروئ.
  • د ماسک کارولو په وخت کې پوستوکی د التهاب ضد درملو باندې مساژ کړئ.
  • د ماسک کارولو په وخت کې ارایش مه کوئ، ځکه ارایش د پوستوکي لپاره زیان لري، خو که د ماسک په وخت کې یې وکاروئ نو زیان به یې لا زیات شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *